تازه خبرونه
د اسلامي هېوادونو پیوستون ټولنې د کابل او اسلامآباد له هوکړې هرکلی وکړ
هغه زیاته کړې؛ دا هوکړه کولی شي خلک د وسلوالې شخړې له خطرونو او دردناکو پایلو څخه وژغوري.
Last Updated on: تله ۲۹, ۱۴۰۴
د اسلامي هېوادونو پیوستون ټولنې په خپره شوې خبرپانه کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې عمومي منشي ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی دا ګام مثبت او اړین وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د سولې او ثبات لپاره د دوامداره میکانیزم د رامنځته کولو لپاره یې له هوکړې ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړې؛ دا هوکړه کولی شي خلک د وسلوالې شخړې له خطرونو او دردناکو پایلو څخه وژغوري.
د اسلامي هېوادونو پیوستون ټولنې د دې رغنده هڅې لپاره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځي رژیم او د افغانستان ترمنځ د اوربند دا هوکړ د روان کال د تلې پر اووهویشتمه / د اوکټوبر پر نولسمه لاسلیک شوې ده.