تازه خبرونه

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون دالر مرسته وکړه

Published

on

د اسیا پراختیايي بانک په یوه بیان کې څرګنده کړې، چې افغانستان له بې‌ساري بشري ناورین سره مخ دی او د دې تر څنګ د سرپرست حکومت محدودیتونو ښځې او ماشومان ډېر زیانمن کړي دي؛ ځکه یې له افغانستان سره ۱۰۰میلیون دالر مرسته وکړه.  

د بودیجې د کمښت په اړه په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو له اندېښنو وروسته د اسیا پراختیايي بانک اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره یې سل میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د اسیا پراختیايي بانک په اعلامیه کې راغلي؛ هغه ښځې، چې د خپلو کورنیو مشري کوي د خوراکي توکو له کمښت او خدماتو ته د نه‌لاسرسي له کبله ځورېږي.

د دغه بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو ستونزې زیاتې کړې دي.

د اسیا پراختیايي بانک په راپور کې څرګنده شوې؛ له کور څخه بهر د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونو ته پر پام، ښځې او ماشومان اغیزمن شوي، په ځانګړې توګه هغه میرمنې، چې د خپلو کورنیو مشري کوي د خواړو له کمښت او خدماتو ته د محدود لاسرسي سره مخ دي.

په دې پیسو به هغه میرمنې او نجونې، چې د خواړو خوندیتوب نه‌لري د کرنې په برخه کې مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړي.

د خواړو نړیوال پروګرام ویاند وحید اماني ويلي، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیون وګړي له لوږې سره مخ دي او دغه اداره یوازې د بودجې د کموالي له کبله له ۳ میلیون وګړیو سره مرسته کوي او د اسيا پرمختيايي بانګ مرسته به د خوراک نړيوال پروګرام له لارې ولګول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په افغانستان کې فقر له کلونو راپديخوا ریښې لري او له افغانستان سره د نورو هېوادونو د نړیوالو مرستو له کمیدو رامنځته شوی دی؛ ځکه، نو بشردوستانه مرستې باید پرته له سیاسي ملحوظاتو دوام ولري.

د خواړو نړیوال پروګرام ويلي، د اسیا پراختیايي بانک د دې ادارې له پېنځه سترو مرسته کوونکیو څخه دی او تېر کال یې له افغانستان سره ۱۳۵ میلیون دالره مرسته کړې وه.

Trending

Exit mobile version