سوداگري

د اصلي سندونو د صادرولو او بلونو له ثبتولو څخه د عوایدو راټولولو مرکز جوړ شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي، پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره خصوصي سکټور او حکومت باید د یو بل ملاتړ وکړي او له اختلافاتو ډډه وکړي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۴

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د اصلي سندونو د صادرولو او د بلونو(انوایسونو) د ثبتولو له لارې د عوایدو راټولولو مرکز د جوړولو اعلان وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي، پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره خصوصي سکټور او حکومت باید د یو بل ملاتړ وکړي او له اختلافاتو ډډه وکړي.

نورالدین عزیزي دغه راز له پانګوالو، په ځانګړي توګه د تېلو او ګازو له واردونکو څخه غوښتنه کړې، چې له درغلیو ډډه وکړي او که نه اسلامي امارت به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي  نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دا مرکز د خصوصي سوداګرۍ او پانګونې خونې د کمزوري کولو لپاره ندی رامنځته شوی، بلکې دوی غواړي له خصوصي سکټور ملاتړ وکړي او خصوصي سکټور هم له حکومت ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره باید ګډې هڅې وشي.

نورالدین عزیزي پر پانګوالو په‌ځانګړي توګه د تېلو او ګاز پر واردونکو غږ کوي، چې درغلي ونکړي، که نه اسلامي امارت به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د صنایع او کانونو خونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر پانګوالو ويلي؛ دوی چمتو دي، چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت ملاتړ وکړي او پانګونې زیاتې کړي.

د ګډونوالو د څرګندونو له مخې؛ دا، چې د عوایدو راټولول ستونزمن شوي، نو باید په لګښت کې یې هم له احتیاط څخه کار واخیستل شي؛ ځکه، چې هېواد باید ورو ورو له دې اقتصادي وضعیت څخه راووځي.

Trending

Exit mobile version