سوداگري
د اصلي سندونو د صادرولو او بلونو له ثبتولو څخه د عوایدو راټولولو مرکز جوړ شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي، پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره خصوصي سکټور او حکومت باید د یو بل ملاتړ وکړي او له اختلافاتو ډډه وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د اصلي سندونو د صادرولو او د بلونو(انوایسونو) د ثبتولو له لارې د عوایدو راټولولو مرکز د جوړولو اعلان وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي، پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره خصوصي سکټور او حکومت باید د یو بل ملاتړ وکړي او له اختلافاتو ډډه وکړي.
نورالدین عزیزي دغه راز له پانګوالو، په ځانګړي توګه د تېلو او ګازو له واردونکو څخه غوښتنه کړې، چې له درغلیو ډډه وکړي او که نه اسلامي امارت به یې پر وړاندې اقدام وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دا مرکز د خصوصي سوداګرۍ او پانګونې خونې د کمزوري کولو لپاره ندی رامنځته شوی، بلکې دوی غواړي له خصوصي سکټور ملاتړ وکړي او خصوصي سکټور هم له حکومت ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې پر صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره باید ګډې هڅې وشي.
نورالدین عزیزي پر پانګوالو پهځانګړي توګه د تېلو او ګاز پر واردونکو غږ کوي، چې درغلي ونکړي، که نه اسلامي امارت به یې پر وړاندې اقدام وکړي.
د صنایع او کانونو خونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر پانګوالو ويلي؛ دوی چمتو دي، چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت ملاتړ وکړي او پانګونې زیاتې کړي.
د ګډونوالو د څرګندونو له مخې؛ دا، چې د عوایدو راټولول ستونزمن شوي، نو باید په لګښت کې یې هم له احتیاط څخه کار واخیستل شي؛ ځکه، چې هېواد باید ورو ورو له دې اقتصادي وضعیت څخه راووځي.
سوداگري
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلېدانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.
سوداگري
د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سبسټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.
دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سبسټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.
د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سبسټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.
پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادتکوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنېپټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.
سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.
د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان د بېثباتۍ په اړه د روسیې ادعا
-
تازه خبرونه4 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړهییز وضعیت
-
سوداگري8 hours agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه2 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
