تازه خبرونه
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر د سفر بندیز لنډمهاله لرې شو
(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۱)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزیر خیرالله خیرخواه د لس ورځو لپاره د سفر بندیز لرې کړ.
د دغه حکومتي چارواکي د سفر معافیت د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ له ۱۰ څخه تر ۱۹ نېټې پورې وضع شوی، چې نوموړی وکولی شي د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ښار ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه به د نړۍ د فرهنګي میراثونو د ساتنې د کنوانسیون د پنځوسمې کلیزې په مناسبت په یوه نړیوال فورم کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي، چې د اوس لپاره تاتارستان جمهوریت ته د خیرالله خیرخواه سفر ځنډېدلی دی.