تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (سېشنبه د کب نولسمه) د یوې غونډې پر مهال له سیاسي کارپوهانو، خبریالانو او رسنیزو چارواکو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې خبریالانو او سیاسی شنونکو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې اغېزمنې هڅې ترسره کړې دي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي: “د اوسني نظام او امنیت ساتل د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی. د جګړې په وخت کې د سیاسي شنونکو او رسنیو دریځ د خلکو د پوهاوي په لوړولو او د خلکو ترمنځ د سیاسي شعور په رامنځته کولو کې اړین رول لوبوي. د افغانستان د خلکو ګټې ګډې دي او د هغوی ساتنه یو ګډ مسوولیت دی. رسنۍ مسوولیت لري، چې په روښانه توګه حقایق څرګند کړي او د هېواد رښتینی او مستند انځور نړۍ ته ورسوي. د افغانستان د خلکو ترمنځ هیڅ راز ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته؛ ځکه، چې په هېواد کې یووالی او ورورولي حاکمه ده.