تازه خبرونه

د افغانانو د حقونو ساتونکي دې متحد شي – رینا امیري

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان په چارو کې د ښځو او بشري حقونو په اړه د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانانو د حقونو له ساتونکیو غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه دې د نظر یووالی ولري.

رینا امیري دغه څرګندونې؛ د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې له جنسیتي اپارتید سره مبارزه: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تر سرلیک لاندې، کړې دي.

هغې ویلي: د افغانانو تر منځ ډېر درد او کړاوونه شته؛ هغه دې د یو او بل پر ضد نه‌کاروي. ان کله، چې سره په مخالفت کې وي. په یوه ناهیلي کوونکي وضعیت کې لکه د افغانستان خلک د مخکې تلو په اړه بېلابېل نظريات لري؛ يو شمېر په دې اند دي، چې له طالبانو (اسلامي دولت) سره دې خبرې وشي او نور یې نه غواړي؛ خو زهرجن تبلیغات بیا یوازې له طالبانو (اسلامي دولت) سره مرسته کوي.

هغې ویلي: هغه کسان، چې د افغانانو د حقونو ساتنه کوي؛ باید متحد شي او سره راټول شي.

 د امریکا دې استازې دغه راز د هغو افغانانو پر تعامل هم ټینګار وکړ، چې له اسلامي امارت سره مخالف دي.

هغې ویلي: کله، چې تاسې له طالبانو (اسلامي دولت) سره تعامل کوئ، ایا له ناطالب سره مو تعامل چېرته دی؟! څلوېښت میلیون افغانان، استازي یې کوم خلک دي؟!

رینا اميري وایي: له افغانانو سره په دننه او بهر کې باید پر معنا لرونکې بڼه تعامل رامنځته شي.

په دې ناسته کې د عربي متحده اماراتو استازي ریم عبدالله الفلاسي ویلي؛ پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه د دیني یا مذهبي لارښوونو پر بنسټ توجیه کېدای نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په شرعي چوکات کې ژمن دي.

Trending

Exit mobile version