تازه خبرونه

د افغانانو د مرستې لپاره مونږ ۴ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لرو ـ  م.م

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۰)

ملګرو ملتونو پرون (دوشنبه د مرغومي ۲۰) په ډاګه کړې، چې دوی سږ کال په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره پېنځه میلیارډ ډالر مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو له یوه هېواد سره د مرستې لویه غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د مرستې لپاره ۴.۴ میلیارډ ډالرو او د هغو میلیونونو افغانانو د مرستې لپاره، چې په بهر کې یې پناه اخیستې  ۶۲۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه وايي؛ سږ کال په افغانستان کې دننه ۲۲ میلیون وګړي او په پېنځه ګاونډ هېوادونو کې ۵.۷ میلیون نور بې ځایه شوي افغانان بېړنیو مرستو ته پوره اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیث ویلي: یو بشپړ بشري ناورین راروان دی. زما پیغام بېړنی دی؛ د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه وتړئ.

اټکل کیږي، چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې شاوخوا ۴ اعشاریه ۷ میلیون وګړي به له خوارځواکۍ سره مخ شي، چې یو اعشاریه یو میلیون یې ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version