تازه خبرونه

د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی – راپور

د سپوږمکۍ انځورونو او له ځايي کروندګرو سره د خبرو پر بنسټ د پاکستان بلوچستان ایالت او د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي شاهدان دي.

Published

on

 

په ۲۰۲۲ز.کال کې د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته؛ په افغانستان کې د اپینو تولید کم شو؛ خو راپورونه ښيي، چې د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی او ښايي دا سیمه په نړۍ کې د اپینو د تولید پر مرکز بدله شي.

د سپوږمکۍ انځورونو او له ځايي کروندګرو سره د خبرو پر بنسټ د پاکستان بلوچستان ایالت او د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي شاهدان دي.

د افغانستان د نشه‌يي توکو په برخه کې بریټانیايي څېړونکی ډیویډ منسفیلډ ويلي؛ د اسلامي امارت بندیز، د ناامنۍ زیاتوالی او اقتصادي ستونزو د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو د کښت پراختیا ته زمینه برابره کړې ده.

د منسفیلډ د څرګندونو له مخې، د بریټانیا د « السیس» شرکت د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د پاکستان په بلوچستان کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د لورالایي او قلعه عبدالله ولسوالۍ د کوکنارو د کښت له مهمو سیمو څخه شمېرل شوې دي.

راپورونه ښيي، چې یو شمېر افغان کروندګر په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته پاکستان او ایران ته تللي او هلته یې له ځايي کروندګرو سره ګډه پانګونه کړې او د کوکنارو کښت یې پیل کړی دی.

په ایران کې هم د کوکنارو کښت پراخ شوی

په ایران کې د سیستان او بلوچستان ولایت د اپینو د تولید له مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي. د ۲۰۲۶ز.کال د سپوږمکۍ انځورونه د دې ولایت په ځینو برخو کې د کوکنارو د کښت د پراختیا ښکارندويي کوي.

دغه راز په افغانستان کې هم د اسلامي امارت له بندیز سره- سره په بدخشان ولایت او د هېواد په ځینو سویل‌لویدیځو سیمو کې د کوکنارو کښت یو ځل بیا زیات شوی دی.

منسفیلډ خبرداری ورکړی، چې که اوسنی بهیر روان وي؛ نو په ۲۰۲۷ز.کال کې به په افغانستان، پاکستان او ایران کې د کوکنارو کښت نور هم پراخ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت ښايي په نړیوالو بازارونو کې د پوډرو او هیروئینو عرضه زیاته او د وسله‌والو ډلو مالي سرچینې پیاوړې کړي.

کارپوهان وايي؛ بېوزلي، وچکالي، د کروندګرو پورونه او ناامني د دې بهیر له مهمو لاملونو څخه دي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق د زیاتېدا او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا په اړه اندېښنې زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق نږدې صفر ته راکم شوی دی.

Trending

Exit mobile version