لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخ‌پوشان خوافي له آرمان اف‌سي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۶, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په لړ کې آریانا خوست طوفان هرات ته ۲- ۰ ماتې ورکړه او د عینو مېنه کندهار او خراسان فاریاب لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

آریانا خوست او طوفان هرات د دې سیالیو په اتمه لوبه کې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې مخامخ شول.

دواړو لوبډلو په لومړۍ نیمایي کې ګول ونه‌واهه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې جواد الکوزي په اتیاامه دقیقه کې آریانا خوست توپ د طوفان هرات دروازې ته وردننه کړ.

وارث شېرزي هم په اضافي وخت کې د آریانا خوست دوه‌یم ګول وواهه او دې لوبډلې د ۲ ګولونو پر توپیر لوبه وګټله.

د آریانا خوست لوبغاړی جواد الکوزي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په نهمه لوبه کې عینو مېنه کندهار له خراسان فاریاب سره مخامخ شوه، چې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

سمیع یزداني په لومړۍ نیمایي کې د خراسان فاریاب لومړی ګول وواهه او سید روف د عینو مېنې کندهار لپاره ګول وواهه، چې لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

دواړو لوبډلو په دوه‌یمه نیمایي کې بل ګول ونه‌واهه او په پای کې یې امتیازات سره ووېشل.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخ‌پوشان خوافي له آرمان اف‌سي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.

د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

Trending

Exit mobile version