تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د نجونو د تعلیم مخالف ندی
اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف ندی او هڅه کوي، چې دغه رامنځته شوی ځنډ ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له مشرتابه پلاوي سره، چې مشري یې قاضي ګل رحمن کوله وکتل.
په دې کتنه کې د یادې اتحادیې مشرتابه د حقیقي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو هیله وګڼله او ویې ویل، چې د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړې؛ په دې سختو شرایطو کې یې د لوړو زدکړو په برخه کې پانګونه کړې، چې خلک د سواد لفرونکي شي او هېواد ته پرمختګ ورکړي.
د دې اتحاديې مشرتابه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستلو غوښتونکي شول او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې.
دوی زياته کړې: له پوځي او سياسي برياوو وروسته اوس افغانستان په اقتصادي او ساینسي سکتورونو کې ځانبسياينې او واقعي خپلواکۍ ته اړتيا لري.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال له هغوى څخه د مننې تر څنګ ويلي: افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دى او هر افغان حق لري، چې خپل نظر او مشوره ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف ندی او هڅه کوي، چې دغه رامنځته شوی ځنډ ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژمن کارکوونکي غواړي او ته اړتیا ورته لري.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د دوی نظریات او وړاندیزونه به په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت تېره اوونۍ د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب صادر کړ، چې په دغه هېواد کې به نجونې د «تر بلې خبرتیا» پورې په پوهنتونونو کې د زدکړو د دوام حق ونلري.