تازه خبرونه
د افغانستان اقتصادي بیا رغونه کمزورې ده – نړیوال بانک
راپور زیاته کړې، چې “پراخه بې وزلي، بې کاري، محدودې سرچینې او د پېرودلو کمزورې ځواک اوس هم میلیونونه خلک زیانمنوي. ټیټې مجموعي تقاضا اقتصاد په رکود او محدود پرمختګ کې ساتلی دی. د پالیسۍ ناڅرګندتیا، مالي انزوا او د بشري او فزیکي پانګې نشتوالي له کبله اقتصادي لید نازک دی. په بهرنیو مرستو کې چټک کمښت کولی شي مجموعي تقاضا نوره هم کمزورې کړي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.”
د دوشنبې پر ورځ نړیوال بانک په خپل راپور کې یادونه وکړه، چې که څه هم د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۲۳-۲۴ کې یو مثبت پرمختګ و؛ خو دا وده د ټولنیزو شاخصونو د ښه کولو لپاره کافي نهوه.
راپور زیاته کړې، چې “پراخه بې وزلي، بې کاري، محدودې سرچینې او د پېرودلو کمزورې ځواک اوس هم میلیونونه خلک زیانمنوي. ټیټې مجموعي تقاضا اقتصاد په رکود او محدود پرمختګ کې ساتلی دی. د پالیسۍ ناڅرګندتیا، مالي انزوا او د بشري او فزیکي پانګې نشتوالي له کبله اقتصادي لید نازک دی. په بهرنیو مرستو کې چټک کمښت کولی شي مجموعي تقاضا نوره هم کمزورې کړي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.”
نړیوال بانک ویلي: “په بهرنیو مرستو کې چټک کمښت کولی شي مجموعي تقاضا نوره هم کمزورې کړي، چې اقتصادي فشارونه یې زیات کړي.”
د نړیوال بانک راپور ویلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ کسر په ۲۰۲۴ کې ۵۴ سلنه لوړ شو؛ ۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېد، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید (GDP ) ۴۵ سلنه استازیتوب کوي.
راپور دا کمښت په صادراتو کې پېنځه سلنه کمښت ته منسوبوي، چې ټولټال ۱.۸ میلیارډ ډالر کیږي، چې په ټولیزه توګه د ډبرو سکرو او ټوکر صادراتو کې د کمښت له کبله دی.
نړیوال بانک ویلي: “د ډبرو سکرو صادرات تر ټولو ډېر کم شوي، چې ۶۴ سلنه راټیټ شوي او ۹۲ میلیون ډالرو ته رسیدلي؛ ځکه، چې پاکستان خپلو دودیزو عرضه کوونکو ته مخه کړې ده.”
راپور د افغانستان د عوایدو په راټولولو کې ۱۱.۵ سلنه زیاتوالی پر ګوته کړی، چې په ټولیزه توګه د غیر مالیاتي عوایدو او د هېواد په پولو کې لګول شوي مالیاتو له کبله رامنځته شوی.
راپور څرګنده کړې: د عوایدو راټولول د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۲ – د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۲۱) قوي پاتې دی، چې ټولټال ۱۹۰.۵ میلیارد افغانۍ (۲.۵ میلیارډ ډالر) یا د کلني ناخالص کورني تولید ۱۲ سلنه وه.”
راپور دا یادونه هم کړې، چې د افغانستان بانک تېر کال د سپتمبر له څلورمې څخه د ډسمبر تر ۹ پورې د امریکایي ډالرو لیلامونه وځنډول، چې د (افغانۍ) د ارزښت په کمولو کې یې مرسته وکړه. د ډالرو پلورل د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې بیا پیل شول، چې بانک له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېر بازار ته وړاندې کړل.
نړیوال بانک یادونه کوي، چې له پاکستان سره نازکې سوداګریزې اړیکې افغانستان دې ته اړ کړ، چې خپل صادراتي بازارونه متنوع کړي، چې هر یو یې د ټولو صادراتو شاوخوا درې سلنه ونډه لري.
په هرصورت پاکستان د صادراتو ترټولو لوی منزل پاتې دی، چې ۴۵ سلنه جوړوي او ورپسې هند په ۳۴ سلنه کې راځي.
د راپور له مخې؛ ” افغانستان د صادراتو بنسټ اوس هم له خوراکي توکو او ډبرو سکرو سره تړلی دی، چې په ۲۰۲۴ کې د ټولو صادراتو ۶۰ سلنه جوړوي، چې په ۲۰۲۳ کې ۸۰ سلنه وه.”
د افغانستان لپاره د خپل صادراتو پورټ فولیو پراخولو او په څو توکو او بازارونو تکیه کمولو لپاره بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي”.
نړیوال بانک ویلي؛ په عین حال کې د کورني مالیې عواید ۱۱ سلنه وده کړې، چې ۷۲.۱ میلیارډ افغانیو ته رسیدلي، چې د ټولو عایدو په وده کې ۲.۸ سلنه ونډه لري.
د رابور د څرګندونو له مخې؛ غیر مالیاتي عواید ۲۲ سلنه زیاتوالی موندلی او ۶۶ میلیارډ افغانیو ته رسیدلی. دا وده د کانونو، ټولونو، د موټرو راجسټریشن، د پاسپورټ صادرولو، ټرانسپورټ خدماتو، اوسپنېپټلۍ او مخابراتو څخه د لوړ عاید له کبله رامنځته شوې.
نړیوال بانک وایي: “هغه وزارتونه، چې د غیر مالیاتي عوایدو مسوولیت لري؛ له هدفونو څخه اته سلنه ډېر شوي، چې د داخلي عوایدو په راټولولو کې یې ۴۵ سلنه ونډه درلوده.”
ګمرکي محصولات او مالیه د کال پر پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي او ۵۱.۵ میلیارډ افغانیو ته رسیدلي، چې د ټول عاید په وده کې یې ۴.۵ سلنه ونډه درلوده. دا زیاتوالی د لوړو وارداتو، له ایران او مرکزي آسیا سره د قوي سوداګریزو اړیکو، د سرحدي مدیریت ښهوالي او د تعرفو وروستیو تعدیلاتو له کبله رامنځته شوی دی.
له بلې خوا د هېواد د اقتصاد وزارت د نړیوال بانک راپور ردوي او له واقعیت څخه یې لرې بولي.
د وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، چې اسلامي امارت د لویو اقتصادي پروګرامونو له لارې د کارموندنې او د هېواد د اقتصاد د پراختیا په لټه کې دی.
د نړیوال بانک کارپوهانو او اقتصادي څارونکو د اقتصادي اصلاحاتو پلي کولو، مالي شفافیت ښه کولو او پر وارداتو او بهرنیو مرستو د افغانستان د تکیه کمولو لپاره د دوامداره پالیسیو جوړولو اړتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې

