لوبی
د افغانستان المپیک ملي کمېټې له چارسمبالي نظر محمد مطمئین سره ځانګړې مرکه
لوبی
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان د شنبې پر ورځ د ثور نههویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر وپېژندل شو.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څو کلونو وروسته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت پر بلنه کابل ته راغلی او د شنبې پر ورځ د دغه شرکت د مسوولینو لهخوا د افغان بیسیم د رسمي سوداګریز سفیر په توګه وپېژندل شو.
د راشد خان پر ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي، چې راشد خان له سوداګریز او معنوي اړخه د افغان بيسیم د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس ویلي؛ هڅه کوي، چې د ټول هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
علي الله سروري زیاته کړې، د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه، نوې ټکنالوژي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې انټرنیټ ته لاسرسی او کارموندنه د دغه شرکت له مهمو موخو څخه دي.
د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز سفیر راشد خان وايي: دا لومړی ځل دی، چې د افغاني شرکت د سفیر په توګه ټاکل شوی یم؛ خو هڅه کوي، چې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدو ترڅنګ خلکو او هېواد ته خدمت هم وکړي.
د افغانستان کرکټ د شل اوریزو لوبو د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
لوبی
سرخ پوشان خوافي او سرسبز یاشلر لوبډلې د پرونیو سیالیو ګټونکې شوې
د چارشنبې پر ورځ ( د غوایی شپږویشتمه ) د افغانستان اتلانو لیګ په یوپنځوسمه لوبه کې سرخ پوشان خوافي عدالت لوبډلې ته ۲ – ۱ ماتې ورکړه.
په دې زړهراکښونکې لوبه کې د سرخ پوشان خوافي لوبډلې غړی معرف محمدي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې سرسبز یاشلر لوبډلې میوند ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړه.
عنايت الله کوهي د سرسبز یاشلر لوبډلی غړی د ميدان غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د پنجشنبې په لوبو کې به موج ساحل له خراسان فاریاب سره او اټک انرژی به له عینو مېنې سره مخ شي.
دا سیالۍ به له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپريږي.
لوبی
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
نن (سې شنبه د غویی پېنځهویشتمه) په کابل کې د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو د لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د آریانا نیوز ټلویزیون رییس مجیب الرحمن بهیر د وینا پر مهال ویلي: آریانا ټلویزیون تل هڅه کړې، چې سپورټ د خلکو تر کورونو ورسوي.
دغه راز آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ کال د کابل غوره لیګ په زړه پورې سیالیو د دوهیم پړاو د ثبت او خپرولو قانوني حق ترلاسه کړی دی.
د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ په ایوبي سپورټي کمپلکس کې ترسره کېږي.
په دې مراسمو کې د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیم زی ویلي؛ باور لري، چې ایوبي سپورټي کمپلیکس به د تېر کال پر پرتله سږ کال دغه لیګ ښه او غوره تنظیم کړي.
هغه له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې د کرکټ په ځوانو لوبغاړو یې پانګونه کړې ده.
د ايوبي سپورټي کمپلکس رییس عبداللطيف ايوبي د کابل غوره ليګ د دوهيم پړاو د لوبغاړو د داوطلبۍ په مراسمو کې څرګنده کړې، چې تېر کال يو څه نیمګړتیاوې وې؛ خو سږ کال هر څه سم دي.
د عبداللطیف ايوبي د څرګندونو له مخې؛ سږ کال په کابل کرکټ غوره ليګ کې يوه بله لوبډله هم زیاته شوې، چې نورو لوبغاړو ته نورو ډېرو لوبغاړو ته چانسونه رامنځته کړي.
په دې مراسمو کې د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ژمنه وکړه، چې سږ کال به د کابل غوره ليګ سيالۍ په معياري او غوره توګه ترسره شي.
د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوول سيد خان وايي: سږ کال يې ډېرې هلې ځلې کړې، چې دغه ليګ ښه او غوره ترسره کړو او هغه نيمګړتياوې، چې په لوبغالي او نورو برخو کې وې، سږکال لري شوې دي.
د کابل کرکټ غوره لیګ
د کابل کرکټ غوره لیګ په لومړي پړاو کې تېر کال پېنځه لوبډلو؛ کابل زلمي، اباسین هنټرز، پامیر سټارز، شاهین هنټرز او شمشاد ایګلز ګډون کړی و او په دوهیم پړاو کې به هم له یو بل سره مخ شي.
تېر کال شاهین هنټرز لوبډلې اتلولي ګټلې وه.
د کابل کرکټ غوره لیګ د لاټرۍ مراسم
په دې مراسمو کې د لومړۍ لوبډلې له پچې اچونې وروسته لومړی ۍ لوبډله؛ د بند امير سټارز لوبډله وه، چې لومړى لوبغاړى يې د داوطلبۍ له لارې وپېره.
د لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم په درې کټګوریو کې ترسره شول، چې په لاندې ډول دي:
- د ډایمنډ کټګوري
- د ګولډ کټګوري
- د سلور کټګوري
د بند امیر سټارز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:
۱. حضرت الله ځاځي د بند امیر لومړی غوراوی و
۲. نجات مسعود، د دوی دوهیم غوراوی
۳. فرمان الله ساپی
۴. اکرم علیخېل
۵. عرفان الله ساپی
۶. شرافتالدین اشرف – الرونډر
۷. نوید عبید – بیټسمین
۸. ناصر خان – بالر
۹. فریدون خان – تیز بالر
۱۰. ایمل شاهین
۱۱. هارون خان
۱۲. قمر شمس
۱۳. عبدالسلام حسیبي
۱۴. بریال افغان
۱۵. اقدامخان شېرزاد
د شاهین هنټرز لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې پېرل شوي دي:
۱. حجاز احمدزی لومړی غوراوی توپوهونکی
۲. عبدالمالک، د دوهیم غوراوی
۳. اطهار الحق نويد
۴. عمران میر
۵. آصف موسی زی
۶. زاهد افغان – تیز بالر
۷. محمد الله همکار – تیز توپ اچونکی
۸. صدیق پاچا
۹. اوزیر الله خاموش
۱۰. وسیم منګل
۱۱. سید خان نیازی – تېز توپ اچوونکی
۱۲. عطا زرمل – ویکټ ساتونکی
۱۳. عصمت حبیبي
۱۴. معشوق طوطاخېل
۱۵. روح الله عرب
د شمشاد ایګلز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:
۱. شاهد الله کمال لومړی غوراوی توپوهونکی
۲. احسان الله جنت، دوهیم غوراوی
۳. نعمان شاه، الرونډر
۴. علي احمد ناصر
۵. بشیر احمد – تیز بالر
۶. کامل کاکر
۷. عبدالله ترهخېل – الرونډر
۸. دستګیر خان
۹. وحید شفق
۱۰. خیال محمد
۱۱. رحیم منګل
۱۲. عبدالباقي پوپل
۱۳. یحیی خان
۱۴. مراد علي
۱۵. جمعه ګل
د کابل نایټ رایډرز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې واخیستل شول:
۱. توپوهونکی ریاض حسن لومړی غوراوی
۲. ناصر جمال دوهیم غوراوی
۳. زاهدخان پکتین
۴. یوسف شاه
۵. محمد ریاض – الرونډر
۶. توپوهونکی زُبید اکبري
۷. یما عرب – بالر
۸. محب زرمتی
۹. وحید ځدراڼ
۱۰. وفادار عرب
۱۱. اسحاق ساقي
۱۲. رحمان شاه
۱۳. سباوون بونیری
۱۴. عظم خان
۱۵. سلام کاکړ
د ایوبي کابل زلمي لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې پېرل شوي:
۱. بالر قیس احمد لومړی غوراوی
۲. الله محمد غضنفردوهیم غوراوی
۳. بالر ضياء الرحمن شريفي
۴. مسعود ګوربز
۵. توپوهونی سهیل خان زرمتی
۶. تېز بالر سمیع بلال
۷. محمد وسیم اکرم
۸. تېز بالر ابراهیم عبدالرحیمزی
۹. درویش رسولي
۱۰. صابر حنیف
۱۱. رحمان الله ځدراڼ
۱۲. شمس کروخېل
۱۳. روزالدین افغان
۱۴. جمعه دین
۱۵. ظفر ایلوزی
د سپنغر واریررز لوبډلې لوبغاړي، چې د داوطلبۍ په مراسمو کې وپېرل شول:
۱. سمیع الله شینواری لومړی غوراوی
۲. حمزه هوتک دوهیم غوراوی
۳. وفادار مومند
۴. وقارالله اسحاقزی
۵. حسن عیسی خیل
۶. تېز بالر لعل باز
۷. عثمان نوري
۸. جلاد موسی زی
۹. محبوب تسکین
۱۰. جلال ستانکزی
۱۱. اکبر علي
۱۲. سلمان شینواری
۱۳. خالد نیازی
۱۴. رحمان زرمتی
۱۵. نورالله ایوبي
همدارنګه د نننیو مراسمو په پای کې د کابل کرکټ غوره لیګ کپ نندارې ته وړاندې شو.
ټاکل شوې، چې د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ د روان کال د غبرګولي پر پېنځلسمه / د جون پر څلورمه د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ويلي، چې راتلونکې سيالۍ به د مينهوالو لپاره لیوالتيا ډکې او زړهراکښونکې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په دغه لیګ کې پېنځه لوبډلو په سیالیو کې برخه لرله خو سږ کال یوه بله نوې لوبډله هم ور زیاته شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره