Connect with us

لوبی

د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي قرارداد به ونه غزول شي

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه به د لانس کلوزنر قرارداد تمدید نشي.

له ملي لوبډلې سره د لانس کلوزنر تړون د روان کال د ډسمبر تر پایه پای ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان کرکټ بورډ او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر د دوه اړخیزې هوکړې په پایله کې پرېکړه کړې، چې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د کلوزنر قرارداد ونه غزوي.

د سویلي آفریقا دغه پخواني “آلرونډر” د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر کې د افغانستان  کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی و.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي لانس کوزنر په مشرۍ له ۱۴ شل آوریزو لوبو څخه نهه، له شپږ یو ورځنیو لوبو څخه درې ګټلي او له  درې ټیسټ لوبو څخه یوازې په یوه لوبه کې بریالی شوی دی.

ملي لوبډلې او د افغانستان کرکټ بورډ د لانس کلوزنر له خدمتونو او ترسره کړې دندې ستاینه وکړه.

کرکټ ملي بورډ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي د ګومارلو بهیر پیل کړی او هڅه کوي، چې د لانس کلوزنر پر ځای نوی روزونکی وروپېژني.

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د هانګ‌کانګ د شپږآاوریزو سیالیو اتلولي وګټله

استرالیا د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه او په شپږآورونو کې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې. مکس براینټ د استرالیا پر ګټه ۴۴ منډې وکړې.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ د هانګ‌کانګ د نړیوالو شپږآاوریزو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته د څلور ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ز.کال اتلولي یې خپله کړه.

استرالیا د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه او په شپږآورونو کې یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې. مکس براینټ د استرالیا پر ګټه ۴۴ منډې وکړې.

افغانستان ټاکلی هدف په ۵.۱‌آورونو کې پوره کړ او لوبه یې له پنځه پاتې توپونو سره وګټله.

عمران میر پر ۱۴ توپونو ۵۳ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې یې هم ووهلې.

فرمان‌الله هم ۲۶ منډې جوړې کړې.

په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.

افغانستان له سویلي افریقا، عمان او سکاټلینډ څخه له بریا وروسته پایلوبې ته لار موندلې وه او په پایلوبه کې یې استرالیا ته پر ماتې ورکولو د اتلولۍ جام وګاټه.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دری‌اتیایم مقام خپل کړ

افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د دري‌اتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.

Published

on

 

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د سیالیو د کوربه آذربایجان پر وړاندې د پنالټیو په وهلو بریا خپله کړه او د فیفا د اړوند لومړي نړیوال جام او فوټبال نندارې د سیالیو له پای ته رسېدا سره یې په ۱۸۹ ګډونوالو هېوادونو کې دري‌اتیایم مقام خپل کړ.

افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د دري‌اتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې د سیرالیون، جیبوټي، سوډان، نامیبیا، هند او آذربایجان پر وړاندې شپږ بریاوې ترلاسه کړې؛ خو د ترکیې، روسیې، تایلینډ او هنګري پر وړاندې یې څلور لوبې وبایللې.

د فیفا له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې لومړی نړیوال جام او فوټبال ننداره په ۲۰۲۶ز.کال کې د ۱۸۹ هېوادونو پر ګډون ترسره شوه.د اسپانیا لوبډلې په پایلوبه کې د چک جمهوریت لوبډلې ته ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

Continue Reading

لوبی

د عینو مېنې لوبډلې د احمد نبي مقدس پر دوه ګولونو آرمان اف‌سي ته ماتې ورکړه

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۵

 

د عینو مېنه کندهار لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپږشپېتمه لوبه کې آرمان اف‌سي ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

د دې پایلې له مخې، عینو مېنه کندهار درې امتیازونه ترلاسه کړل او آرمان اف‌سي له کوم امتیاز پرته له لوبغالي ووت.

آرمان اف‌سي به د نومبر پر درېیمه په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به د نومبر پر پنځمه له طوفان هرات سره سیالي وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال یې لیدلی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!