Connect with us

لوبی

مسیي د سرو زرو توپ اوومه ډالۍ هم خپله کړه

خپور شوی

د

د فرانسې د فوټبال مجلې له پرېکړې سره سم د آرجنټاین د فوټبال د ډګر اتل لیونل میسي د دوشنبې پر شپه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د نړۍ د غوره لوبغاړي د سرو زرو توپ ډالۍ د اووم ځل لپاره هم خپله کړه.

له میسي وروسته رابرټ لوانډوفسکي دوه یم ځای نیولی. له میسي مخکې جورجینو، رابرټ لیوانډوفسکي، انګولو کانټه او کریم بنزیما د دې جایزې د ګټونکیو په توګه یاد شوي دي.

لیونل میسي د دې جایزې د تاریخ  تر ټولو ویاړ لرونکی لوبغاړی دی او تر بل هر لوبغاړي ډېرې اړوند جایزې یې ترلاسه کړي دي. له دې مخکې میسي شپږ ځله د سرو زرو توپډالۍ ګټلې دي.

د خپلې جایزې له ترلاسه کولو وروسته نوموړي هغه سره تڼۍ کېکاږله، چې ورسره د ایفل برج څراغونه روښانه او بریا یې ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې الکسیا پوټیاس د فوټبال د غوره ښځینه لوبغاړې د د سرو زرو توپ ډالۍ وګټله.

آغلې پوټیاس، چې د هسپانیا په بارسلونا لوبډله کې لوبه کوي اود اروپا اتلولۍ په سیالیو کې یې اتلولي خپله کړه وګټله.

دغه راز رابرټ لوانډوفسکي د کال غوره ګول ساتونکی هم ونومول شو، چې د چیلسي پخواني افسانوي لوبغاړي او ګول وهونکي ډیډیه ډروګبا څخه جایزه ترلاسه کړه.

د فرانسې د فوټبال د پرېکړې له مخې؛ د ايټاليا د ملي لوبډلې ګول کيپر جي جي ډوناروما د کال غوره ګول کيپر او د لیو ياشين جايزه ورکړشوه. هغه د کال لسم لوبغاړی هم ونومول شو.

همدارنګه چیلسي هم د کال غوره لوبډله وټاکل شوه.

د ۲۰۲۰ کال د دسره زرو توپ ډالۍ په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپریدو او د سیالیو د پیلېدو له کبله ترسره نه شوه او اوس یو کال وروسته بیا دا سیالۍ ترسره کیږي.

لوبی

په افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې

په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۴, ۱۴۰۵

ابومسلم فراه او عمر ځواک د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو پر مهال پر ترتیب استقلال کابل او سرسبزیاشلر ته ماتې ورکړې.

په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.

محبوب حنیفي او امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره ګولونه ووهل او دغه لوبډله له ۲ – ۰ بریا سره د دمې لپاره ووته. په دوه‌یمه نیمایي کې علی‌رضا پناهي او فرزاد تاجک هم دوه نور ګولونه ووهل او ابومسلم فراه پر آسانه بریا د لوبې درې واړه امتیازونه خپل کړل.

په اوومه لوبه کې عمر ځواک سرسبز یاشلر ته ۳- ۱ ماتې ورکړه او شاداب ملکزاده د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

ملکزاده د عمر ځواک درې واړه ګولونه ووهل او په هټ‌ریک سره یې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. مهران د سرسبز یاشلر یوازنی ګول وواهه؛ خو د عمر ځواک د بریا مخه یې ونه نیوله.

راتلونکې لوبې

د افغانستان اتلانو لیګ روشن نورې لوبې به د چارشنبې پر ورځ له دوه لوبو سره دوام وکړي:

  • طوفان هرات ــ آریانا خوست
  • خراسان فاریاب ــ عینو مېنه

د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

 

Continue Reading

لوبی

فاروق‌خان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو

احمدزی، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مخکښو کورنیو لوبڅارانو څخه دی؛ د سپټمبر پرڅوارلسمه په نوي ډیلي کې د دغو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لوبڅار دنده ترسره کړه.

Published

on

افغان لوبڅار فاروق‌خان احمدزی د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌‌آوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لومړي ځل لپاره پر نړیواله کچه لوبڅاري وکړه او له دې سره هغه اووم افغان لوبڅار شو، چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې لوبڅاري کوي.

احمدزی، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مخکښو کورنیو لوبڅارانو څخه دی؛ د سپټمبر پرڅوارلسمه په نوي ډیلي کې د دغو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لوبڅار دنده ترسره کړه.

نوموړی په دې وروستیو کې له یوې ټاکنې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د غوره لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شوی و.

فاروق‌خان احمدزی له هغو افغان لوبڅارانو سره یوځای شو، چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې یې د لوبڅار دنده ترسره کړې ده؛ په دې ډله کې احمدشاه درانی، احمدشاه پکتین او عزت‌الله ساپی هم شامل دي، چې اوس د کرکټ نړیوالې شورا(ICC) د نړیوالو لوبڅارانو په نوملړ کې دي.

احمدشاه پکتین په دې ډله کې تر ټولو ډېره تجربه لري او په ټسټ، یو ورځنیو او شل‌آوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.

احمدزی نړیوالې کچې ته له رسېدا مخکې د افغانستان په کورنیو لوبو کې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې او په ۳۸ فرسټ کلاس، ۵۹ لیسټ ای او ۷۴ شل‌‌آوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.

د نوموړي لومړنۍ نړیواله لوبڅاري په یوه مهمه لوبه کې ترسره شوه؛ هغه مهال، چې افغانستان د شل‌آوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې له هند سره مخامخ شو.

د افغانستان کرکټ بورډ احمدزي ته د دې لاسته راوړنې مبارکي ویلې او د نړیوالې لوبڅارۍ په مسلکي بهیر کې یې ورته د ډېرو نورو بریاوو هیله کړې ده.

Continue Reading

لوبی

هند د اووه ویکټو پر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۵

د یکشنبې پر ورځ د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ د لومړۍ لوبې پر مهال افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

افغانستان د یوې ویکټې په بدل کې ۳۸ منډې کړې وې؛ خو په لنډه موده کې یې د پېنځه نورو منډو په بدل کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې او ۴۳/۵ ته ولوېد. دې سقوط افغانستان له ستونزمن حالت سره مخ کړ او د سیالۍ وړ هدف ټاکلو چانس یې محدود کړ.

په دې لړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ویکټو ترمنځ د منډې وهلو پر مهال د یوې تېروتنې له کبله وسوځېد.

له پېنځه ویکټو وروسته عظمت‌الله عمرزي او محمد نبي هڅه وکړه، چې د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړي. عمرزي په حساب شوې او اغېزمنې توپ‌وهنې سره پر ۴۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې. نبي هم ۳۳ منډې وکړې او د دواړو لوبغاړو ملګرتیا افغانستان وتواناوه، چې د ۲۰آورونو په پای کې د اته ویکټو په بدل کې ۱۵۶ منډې وکړي.

د هند په توپ‌اچوونکو کې ارشډیپ سینګ  تر ټولو ښه وځلېد او د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې ویکټې واخیستې. جسپریټ بومرا هم د چپ زنګون د ټپ له کبله په وروستیو لوبو کې له نشتون وروسته بېرته د هند په لوبډله کې شامل شوی و.

د افغانستان ۱۵۶ منډې د هند د پیاوړې توپ‌وهنې پر وړاندې بشپړې نه‌وې. کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو ته پر چټکۍ دوام ورکړ او ابیشک شرما په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. هغه یوازې له ۳۲ توپونو ۸۲ منډې وکړې.

د شرما د چټکو منډو له کبله د هند پر وړاندې د پاتې منډو فشار پر چټکۍ کم شو. سره له دې، چې سنجو سامسون د ۱۰ منډو له کولو وروسته وسوځېد؛ هند د لوبې واک له لاسه ورنه‌کړ.

ایشان کیشن هم له ۳۳ توپونو ۴۲ منډې وکړې او له دې سره یې د هند مرسته وکړه، چې ټاکل شوی هدف له جدي فشار پرته پوره کړي. هند په ۱۳.۴آورونو کې هدف پوره کړ او د اووه ویکټو پر توپیر یې لوبه وګټله.

افغانستان اوس فرصت لري، چې د سې‌شنبې پر ورځ د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د لومړۍ لوبې ماته جبران کړي.

دا لوبه به د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!