سوداگري

د افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس جیفري ګریکو او د دې خونې له یو شمېر غړیو سره وکتل او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پانګونې فرصتونو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.

سید کریم هاشمي له امریکايي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره یې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پر ګډون د لویو شرکتونو د ونډو جوړولو لپاره اغېزمنه لاره بللې ده.

نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په نغوته کې له امریکايي سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي، چې په بنسټیزو او صنعتي برخو؛ د نفتو تصفیه، د کانونو استخراج او پروسس او د لویو تولیدي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې ستایلې او د امام ابوحنیفه(رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل او په کې د سوداګرو، صنعت‌کارانو او د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د استازو پراخ ګډون یې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د ورپېژندلو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ارزښتناک ګام بللی دی.

ګریکو همدارنګه وړاندیز کړی، چې ځانګړې اقتصادي ناستې او بحثونه جوړ شي، سوداګر په سیمه‌ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره اړیکې پراخې شي.

د لیدنې په پای کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې یو شمېر غړیو هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې پانګونې د فرصتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

#افغانستان #امریکا #سوداګري #پانګونه #اقتصادي‌همکاري

Trending

Exit mobile version