سوداگري
د افغانستان اوسپنېپټلۍ د پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي- حقشناس
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي؛ اوسمهال د اړینو ریليپټلیو د لارو په ګدون د هرات- کندهار او په بلخ، پکتیا او تورغونډۍ کې د اوسپنېپټلیو د غځولو د سروې کار روان دی.
د ټولګټو چارو وزارت په ټول افغانستان کې د اوسبنېپټلۍ د ګڼو پروژو له چټکتیا خبر ورکړ، چې موخه یې د هېواد د ټرانسپورټي بنسټونو پیاوړتیا او په مرکزي او سویلي آسیا کې د یو مهم ټرانزیټ دهلیز کېدا ته وده ورکول دي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي؛ اوسمهال د اړینو ریليپټلیو د لارو په ګدون د هرات- کندهار او په بلخ، پکتیا او تورغونډۍ کې د اوسپنېپټلیو د غځولو د سروې کار روان دی.
دا هڅې د هغه پراخ پلان برخه ده، چې د افغانستان لویې سرحدي لارې له یوه متحد ریلي سیسټم سره ونښلوي او ورسره به سوداګري، خوځښت او اقتصادي ودې ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان خصوصي سکټور د اوسپنې پټلۍ له پراختیا خپل ملاتړ څرګند کړی؛ د صادراتو او ملي عوایدو د زیاتوالي او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یې پر وړتیا ټینګار کړی دی.
د سوداګرۍ مشران په دې باور دي، چې د دې پروژو له بشپړیدا سره به په سیمهییزو اکمالاتي زنځیرونو کې د ګډون او داخلي لوژستیک ښه کولو لپاره د هېواد وړتیاوې بر ګوته کړي.
د هېواد په لویدیځ کې د خواف- هرات د اوسپنېپټلۍ د درېیم پړاو ودانیزې چارې له دې مخکې روانې دي. تمه ده، چې دا اړین دهلیز، چې افغانستان له ګاونډي ایران سره نښلوي؛ د بار وړلو او مسافرو لېږد دواړو ته آسانتیا برابروي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د هرات او مشهد ترمنځ د مسافر وړونکي ریلي سرویس خدمت ډېر ژر فعال شي. دا پرمختګ به د پولې دواړو خواوو ته د نښلولو لپاره یو اړین ګام وي.
په ورته وخت کې، د ټرانس- افغان اوسپنېټلۍ دهلیز سټراټیژیکې پروژې ته چمتووالی پیل شوی، چې موخه یې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلول دي.
د دې لارې بشپړېدا به سیمهییزې سوداګرۍ وده، د بار وړلو د لیږد وخت لنډولو او له وچې پورې تړلو مرکزي آسیا هېوادونو لپاره سمندري بندرونو ته د لاسرسي لپاره اړین رول ولوبوي.
دا بدلونونه د افغانستان د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې ځان د سیمهییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز په توګه بیا راڅرګند کړي؛ مرکزي آسیا، سویلي آسیا، منځني ختیځ او هاخوا سره ونښلوي. اوسني حکومت د بنسټونو بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی او پر مهمو دهلیزونو لکه لاجورد لاره، د چابهار دهلیز او ټرانس-افغان اوسبنېپټلۍ تمرکز کوي.
سره له دې، چې روانې اقتصادي ننګونې شتون لري؛ افغان چارواکي ژمن دي، چې هېواد د براعظمونو ترمنځ پر یوه پل بدل کړي. د هغې جغرافیایي ګټې، چې کارول شوې ندي؛ له ټرانزیټي ظرفیت څخه ګټه پورته کړي. د اوسپنپټلۍ شبکې پراختیا د دې لید لپاره مرکزي ده؛ ځکه، چې د اقتصادي ځانبسیاینې او سیمهییز ادغام لپاره نوې هیلې راټوکوي.