تازه خبرونه
د افغانستان او اوزبکستان د برښنا لېږد او وېش د څلور پروژو تړونونه لاسلیک کړل
دغه تړونونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او نورو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.
د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د ۲۴۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د برښنا لېږد او وېش څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او نورو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.
په دغو تړونونو کې د ۲۱۰ کیلو مټرو پر اوږدوالي د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پر غځولو سربېره د الوان دښتې او ارغندي سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول او له ارغندي سبسټېشن څخه ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلو ولټ مزی غځول او هلته ورته د ۱۲۶ میګاواټ پر ظرفیت د شیخ مصري سبسټېشن جوړول رانغاړي.
د برښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر هم په خپله وینا کې ټینګار وکړ: “له ازبکستان څخه د نږدې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا لیږد به د صنعت، کرنې او زمونږ د ځوانانو لپاره د کار فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم او حیاتي رول ولوبوي.”
د یادونې ده، چې د دې پروژو قراردادونه نن (یکشنبه د زمري شپږویشتمه) د ازبکستان د انرژۍ وزیر د کابل د سفر په لړ کې لاسلیک شول.