تازه خبرونه

د افغانستان او ایران استازیو د چاپېریال ساتنې په اړه پر همکاریو خبرې وکړې

د ایران چاپېریال ساتنې وزارت مرستیال لاهیجان زاده ایران ته د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس د بلنې د غوښتنې ترڅنګ د اقلیمي بدلون پر منفي اغېزو، دوه اړخیزو همکاریو، د تجربو پر شریکولو او د افغان مسلکي کادرونو د روزنې په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Published

on

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص نن( سې‌شنبه د لړم شپږمه ) د خپل کار په دفتر کې د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال لاهیجان زاده او مل پلاوي سره ولیدل او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.

د ایران چاپېریال ساتنې وزارت مرستیال لاهیجان زاده ایران ته د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس د بلنې د غوښتنې ترڅنګ د اقلیمي بدلون پر منفي اغېزو، دوه اړخیزو همکاریو، د تجربو پر شریکولو او د افغان مسلکي کادرونو د روزنې په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص ایران ته له بلنې څخه د مننې تر څنګ ویلي؛ په یوه مناسب فرصت کې به ایران ته رسمي سفر وکړي.

مطیع‌الحق خالص د اقلیمي بدلون په اړه ویلي: “اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ده، چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده.”

نوموړي دا هم ویلي، چې د اقلیمي بدلون له کبله افغانستان سخت زیان لیدلی، وچکالي ډېره شوې او زمونږ خلک د اوبو د کمښت او نشتون له کبله بې‌ځایه‌کېدا ته اړ شوي او دا یو لوی ناورین دی، چې مدیریت یې سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، ظرفیت لوړونه، د تجربو شریکول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version