سوداگري

د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه ګونه مالیاتو پر مخنیوی خبرې وشوې

Published

on

د اسلامي امارت ماليې وزارت څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وري یویشتمه) د دې وزارت اداري مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره په یاد وزارت کي ولیدل.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کي دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د مضاعفو مالیاتو د نه اخیستو، مالیاتي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګمرکي بندرونو کي د اسانتیاوو د رامنځته کولو د تړون د لاسلیک په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې کتنه کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال غلام رضا نجاري ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د مالیاتو په کمولو او د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکاري کوي.

د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد له افغان حکومت سره د ایران له همکاریو د مننې ترڅنګ ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو اسانتیاوو او حللارو څخه، چي دواړو لوریو ته د هوسایني لامل کېږي هرکلی او ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په کال کې یو میلیارد و ۵۰۰ زره دالرو ته رسېږي او په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې ایران ته د افغانستان صادرات ۲۸ میلیون دالره و.

له ايران څخه افغانستان ته وارد شوي توکي زياتره تېل او مايع ګاز، د مېوو جوس، کرنيز او درمل دي.

تېره میاشت د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته په خپل سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د کال لس میلیارد دالرو ته د لوړولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ایران د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک یاد کړی دی.

Trending

Exit mobile version