تازه خبرونه

د افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی

د حبیبولین د څرګندونو له مخې، د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په پام کې له نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر آسانتیا یو منطقي وړاندیز دی.

Published

on

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیبولین د افغانستان او روسیې ترمنځ د ویزو د لغوه کېدو وړاندیز کړی او څرګندوي، چې دا اقدام به سوداګري، پانګونه او ګرځندوی پیاوړی کړي.

د حبیبولین د څرګندونو له مخې، د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا په پام کې له نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر آسانتیا یو منطقي وړاندیز دی.

هغه د روسیې او افغانستان په اړیکو کې وروستیو پرمختګونو ته هم نغوته کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د افغانستان د سفیر له لوري د باورلیک وړاندې کول، د روسیې او اسلامي نړۍ په غونډه کې د دواړو هېوادونو د ګډ دولتي کمیسیون لومړنۍ غونډه او د پوځي ـ تخنیکي همکاریو د هوکړه‌لیک لاسلیکول؛ په کې دي. دغه هوکړه‌لیک د یوه نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شو، چې د روسیې د امنیت شورا تر څارنې لاندې جوړ شوی و.

حبیبولین ویلي، چې د پوځي ـ تخنیکي همکاریو دا هوکړه‌لیک په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو د ترمیم او بیارغونې پروګرامونه رانغاړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له روسي وسایطو او الوتکو، د «ام آی ـ ۱۷» چورلکو او کاماز موټرو په ګډون؛ کار اخلي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر همدارنګه د افغانستان د انرژۍ او کانونو په سکټورونو کې د روسي شرکتونو د مخ پر زیاتېدونکي حضور یادونه کړې او څرګندوي، چې دغه شرکتونه اوس‌مهال د تېلو د تولید، چاڼ او د کاني زېرمو د استخراج په پروژو کې ونډه لري.

Trending

Exit mobile version