تازه خبرونه
د افغانستان او قزاقستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ
په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشریبایوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.
امیر خان متقي د افغانستان له خلکو سره د قزاقستان له پرلهپسې مرستو او ملاتړ د ستاینې تر څنګ څرګنده کړه؛ سږ کال له قزاقستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو دوه جوپې رالېږل شوي، چې ۳.۷ زره ټنه وزن لري.
دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی او د سیاسي خبرو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.