تازه خبرونه

د افغانستان او مالیزیا استازو پر ګډو همکاریو او بشري مرستو ټینګار څرګند کړ

دا ناسته د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بیاکتنې او همدارنګه د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مالیزیا د وروستیو بشري مرستو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه.

Published

on

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت شارژدافیر نقیب الله احمدي د مالیزیا بهرنیو چارو له وزیر داتو سری محمد حسن سره وکتل او د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د افغانستان پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې اترې وکړې.

دا ناسته د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بیاکتنې او همدارنګه د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مالیزیا د وروستیو بشري مرستو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه.

په دې لیدنه کې نقیب الله احمدي مالیزیا د افغانستان لپاره “دوستانه او ورور هېواد” وباله او د مالیزیا د حکومت له وروستي ملاتړ( نغدي مرستو، روغتیایي ډلو او د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر خواخوږۍ) ستاینه وشوه.

د مالیزیا بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد بشري مرستې به په منظم او باوري ډول اړمنو ته ورسیږي.

دا لیدنه د کابل او کوالالمپور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې فعال رول لوبولی دی، چې تمرکز یې د افغان کډوالو، زده‌کوونکو او سوداګرو ملاتړ دی.

Trending

Exit mobile version