سوداگري
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انګور اډې له دروازې سوداګري بیا پیل شوه
پاکستانيو رسنیو د ملي لوژسټیک شرکت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دې لارې بیا پرانیستې د سوداګریزو توکو د تبادلې لپاره لار اواره کړې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې سوداګري له دوه کلن خنډ وروسته بیا پیل شوه.
پاکستانيو رسنیو د ملي لوژسټیک شرکت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دې لارې بیا پرانیستې د سوداګریزو توکو د تبادلې لپاره لار اواره کړې ده.
دا کار د روان کال په پیل کې له دوه اړخیزو خبرو اترو وروسته رامنځته شو.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په زمري کې اسلام آباد ته د یو پلاوي پر مشري سفر وکړه او د دواړو خواوو تر منځ هوکړه وشوه، چې د سرحدي ټرمینل له فعالېدو وروسته به دا لار بیا پرانیزي.
د ملي لوژسټیک شرکت د راپور له مخې؛ دا پروژه یوازې په ۳۰ ورځو کې بشپړه شوه. سره له دې، چې د سړکونو، برښنا او په سیمه کې د مخابراتي سیسټمونو په څیر د اساسي بېخبناوو د نشتوالی په ګډون لوی لوژستیکي خنډونه ول.
دا نوی مرکز اوس د ګمرک او کډوالۍ دفترونه، د دولتي کارمندانو لپاره استوګنځای، د وزن تلې، د کانټینر انګړونه لري او له بانکي خدماتو، نوري فایبر او برښنا هم برخمن دی.
د پاکستان ګمرکونه WeBOC او FIA د IBMS سیسټمونه لري، چې له پولې هاخوا سوداګري له رښتیني ډیجیټلي همغږۍ ډاډمن کولو لپاره وصل شوي او د کارګو سکینر نصب کول په راتلونکي پړاو کې پلان شوي دي.
ویل کیږي، چې د انګور اډې د سرحدي ټرمینل له رسمي پرانیستې سره به ځایي اوسیدونکو ته د پام وړ اقتصادي ګټې چمتو شي او اوس به وکولی شي محصولات له لنډې او خوندي لارې په اغېزمنه توګه صادر کړي.
