تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري تېره میاشت ۵۴ سلنې ته راټیټه شوه

رسمي ارقام ښیي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم د تېر کال په اوکټوبر کې له ۲۴۷ میلیون ډالر څخه د سږ کال په اوکټوبر کې ۱۱۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شو.

Published

on

په پاکستان کې د نیشن ورځپاڼې راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۵ مالي کال په اوکټوبر کې بې سارې راټیټه شوې ده.

رسمي ارقام ښیي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم د تېر کال په اوکټوبر کې له ۲۴۷ میلیون ډالر څخه د سږ کال په اوکټوبر کې ۱۱۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شو.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  دا کمښت د سرحدي لارو له تړل‌کېدا او په سوداګرۍ کې د جدي کمښت له کبله و.

راپورونه ښیې، چې سوداګري میاشت پر میاشت مخ پر ټیټېدو شوه؛ د سپټمبر په میاشت کې له ۱۷۷ میلیون ډالر څخه په اوکتوبر کې ۱۱۴ میلیون ډالر ته راټیټه شوه، چې ۳۶ سلنه کمښت لري.

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې د وروستي شمېر له مخې؛ د روان مالي کال په لومړیو څلور میاشتو کې ټوله سوداګري د تېر کال پر پرتله ۲۱ سلنه کمه شوې، چې له ۷۴۹ میلیون ډالرو څخه ۵۸۹ میلیون ډالرو ته ټیټوالی ښيي.

په دې اړه د راټولو شویو معلوماتو له مخې:

د روان مالي کال په لومړیو څلور میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۷ سلنه راټیټ شوي، چې له ۴۵۰ میلیون ډالرو څخه ۳۳۰ میلیون ډالرو ته رارسیدلي دي.

له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۱۴ سلنه راټیټ شوي، چې له ۲۹۹ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۹ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي، چې د سپتمبر پر پرتله ۲۸ سلنه کم دي. واردات هم ۴۲ سلنه راټیټ شوي، چې له ۹۶ میلیون ډالرو څخه ۵۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

له دې وضعیت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې ۱۱۴ میلیون ډالرو ته محدود شو. په داسې حال کې، چې دا د ۲۰۲۴ کال په اوکټوبر کې ۲۴۷ میلیون ډالر و. دا په کلني ډول ۵۴ سلنه کمښت څرګندوي.

د لارو بندېدا د سوداګریزې کچې د راټيټېدا بنسټیز علت دی

د اوکتوبر د یوولسمې له نښتو وروسته پاکستان له افغانستان سره د فرضي کرښې ټولې اته لارې یو اخیزه وتړلې، چې د پولې دواړو غاړو ته یې پر توکو بار د سوداګرو زرګونه لارۍ او سلګونه ودرول. د رسمي اټکلونو له مخې؛ د ۲۴ ورځو بندښت، چې د نومبر تر لومړیو پورې په پام کې نیول شوی؛ نږدې ۲۰۰ میلیون ډالر اقتصادي زیانونه اړولي دي.

سوداګریزو سرچینو ويلي، چې د دوه اړخیزې تقاضا کمښت، د ټرانزیټ په بهیر کې خنډونه او په سوداګرۍ کې پراخ ځنډ دوه اړخیزه سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې ده.

کارپوهانو ويلي، چې که پولې تړلې پاتې شي؛ نو د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري به نوره هم راکمه شي، چې دا کار به عامو خلکو ته ښې اقتصادي پایلې ونلري.

د افغانستان اسلامي امارت یوه اوونۍ مخکې د افغانستان له خصوصي سکټور سره په ناسته کې له پاکستان سره د ټولو سوداګریزیزو اړیکو د ځنډولو پرېکړه وکړه او ټولو سوداګرو ته یې پر درې میاشتو وخت ټینګار څرګند کړ.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خصوصي سکټور دې ناستې ته څرګنده کړې؛ سوداګر درې میاشتې وخت لري، چې په پاکستان کې خپل تړونونه پاک کړي او بدیلې لارو ته ولاړ شي. اسلام آباد له “سوداګریزو او بشري مسلو څخه پر سیاسي ګټې ترلاسه کولړو” تورن شو.

هغه وزارتونو ته سپارښتنه وکړه، چې د “خراب کیفیت” له کبله د پاکستان د درملو صادرات ودروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې ایران په چابهار بندر کې نوي تجهیزات او د ایکسرې سکینرونه نصب کړي، چې د افغانستان توکو ته په بندري تعرفو کې ۳۰ سلنه کمښت، ذخیروي لګښتونو ته ۷۵ او د بار وړلو لګښتونو ته ۵۵ سلنه تخفیف وړاندې کوي.

Trending

Exit mobile version