تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
د «یوراشیانیټ» خبري اوبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې پر یوه مهم خنډ بدلې شوې دي او د سیمې د هېوادونو هغه پراخ پلانونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یې جوړ کړي دي.
د «یوراشیانیټ» خبري اوبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.
دا ارزونه د نومبر پر لومړۍ په آستانه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په یوه غونډه کې وړاندې کړې ده.
دغه راز ازبکستان هم پلان لري، چې په راتلونکو پنځه کلونو کې له پاکستان سره د خپلې کلنۍ سوداګرۍ کچه دوه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي؛ خو سوداګریز معلومات ښيي، چې دې موخې ته رسېدل به آسانه نهوي.
د ۲۰۲۴ز.کال د څرګندونو له مخې، پاکستان ازبکستان ته د ۱۲۹ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي او ازبکستان پاکستان ته د ۲۵۷ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
دغه راز د ۲۰۲۵ز.کال سوداګریز معلومات ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچې بدلون نهدی کړی.
یوراشیانیټ زیاته کړې؛ که څه هم د سیمې چارواکي په رسمي غونډو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته لږه نغوته کوي؛ خو د اسلامآباد او اسلامي امارت ترمنځ پوځي نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا د بهیر د ټکني کېدا یو لامل دي.
دغو کړکېچونو نهیوازې د سوداګرۍ او توکو د لېږد لارې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي، بلکې په افغانستان او سیمه کې یې د بېثباتۍ د پراخېدا په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
همدارنګه د افغانستان د ثبات په اړه د« مسکو فرمټ» د اوکټوبر په غونډه کې د اسلامآباد او کابل ترمنځ اختلافات هم څرګند شول؛ دا غونډه د ترهګرۍ پر موضوع د اختلاف له کبله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.
له دغو ننګونو سره – سره پاکستاني چارواکي اوس هم د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د آزادو اوبو د لاسرسي لپاره د خپل هېواد د بندرونو پر ارزښت ټینګار کوي او دغه بندرونه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره سټراټیژیکې دروازې بولي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام کولی شي د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د افغانستان د رول د پیاوړتیا بهیر له ډېرو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه د ټرانزیټي لارو امنیت، سیاسي ثبات او سیمهییزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا اساسي عوامل دي.