تازه خبرونه
د افغانستان بانک د امریکا له ګډې سوداګرۍ خونې سره د بانکي اړیکو د پراختیا خبر ورکړ
د افغانستان بانک د شنبې پر ورځ( د چنګاښ اتمه) د دې غونډې اعلان وکړ.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد او د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، سوداګرۍ زیاتولو، د بانکدارۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ګډې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان بانک د شنبې پر ورځ( د چنګاښ اتمه) د دې غونډې اعلان وکړ.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ګریکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې هغه په تېرو درې کلونو کې د افغانستان په اقتصاد او بانکدارۍ سکټور کې مثبت بدلونونه لیدلي دي.
ګریکو د روان کال په اګست کې د بانکدارۍ اړیکو د پراختیا لپاره د یوه کنفرانس د جوړولو اعلان هم وکړ او د افغانستان بانک ته یې بلنه ورکړه، چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي او وینا وکړي.
په دې غونډه کې صدیق الله خالد د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکدارۍ او مالي سکټورونو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګندوي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
هغه د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي لپاره د پروګرامونو د پیاوړتیا، د پیسو د بدلونکو او د پیسو د خدماتو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او په مطلوبه کچه د انفلاسیون له ساتلو ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې په تېرو درې کلونو کې د افغانستان بانکدارۍ سکټور د دوه اړخیزو بانکي اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د بانکدارۍ سکټور لخوا خلکو ته د چمتو شوي مالي تمویل اندازه د تېر کال پر پرتله ۷۱ سلنه زیاته شوې ده.
د خالد د څرګندونو له مخې؛ یوازې له تېرو درې میاشتو راپدېخوا په بانکدارۍ سکټور کې د زیرمو حد ۷.۹ میلیارد افغانۍ زیات شوی او د نړیوالو پیسو لېږد پورې اړوند د ستونزو لویه برخه هم حل شوې ده.