تازه خبرونه

د افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو

د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور شرکت به له ګازي سرچینو څخه د ۴۰ میګاواټ برښنا د تولید وړتیا ولري او د هېواد د بېلابېلو سکټورونو برښنايي اړتیاوې به پوره کړي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۸, ۱۴۰۴

د افغانستان برښنا شرکت له بیات پاور شرکت سره د برښنا د تولید ۱۰ کلن تړون لاسلیک او غځولی او دا ګام د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې اړینه دولتي– خصوصي ملګرتیا نوره هم پیاوړې کوي.

د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور شرکت به له ګازي سرچینو څخه د ۴۰ میګاواټ برښنا د تولید وړتیا ولري او د هېواد د بېلابېلو سکټورونو برښنايي اړتیاوې به پوره کړي.

پر دې سربېره دواړو لوریو یو تخنیکي هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړی، چې موخه یې د عملیاتي همکاریو پیاوړتیا ده.

بیات پاور د افغانستان د برښنا تر ټولو ستر تولیدوونکی او پراختیا ورکوونکی خصوصي شرکت دی او دا مهال «بیات پاور–۱» د هېواد لومړنی عصري برښناکوټ دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي.

دا برښناکوټ د هېواد پر کچه کورنیو او سوداګریزو بنسټونو ته ارزانه، باوري او د چاپېریال له پلوه خوندي برښنا برابروي.

دا قرارداد د دواړو لوریو ترمنځ د یو لړ غونډو له ترسره کېدا وروسته د برښنا شرکت د اجرائیوي رییس ملا عبدالحق آخوند او بیات پاور د رییس ډاکټر احسان‌الله بیات ترمنځ لاسلیک او وغځول شو.

برښنا شرکت له دې هڅې هرکلی کړی او وایي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د برښنا د تولید د وړتیا زیاتولو په اړه هم خبرې شوې دي.

ډاکټر احسان‌الله بیات له آریانا ټلویزیون سره په مرکه کې له د افغانستان برښنا شرکت سره د دې تړون لاسلیک او غځېدا یو مثبت ګام وباله او څرګندوي، چې بیات پاور به د افغانستان د خلکو ملاتړ روان ساتي؛ کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو، سوداګریزو بنسټونو او بنسټیزو خدمتونو ته به باوري، ارزانه او پرله‌پسې برښنا برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې: « دا نوې تازه شوې همکاري مو افغانستان ته له اوږدمهاله ژمنتیا څرګندونه کوي. په بیات پاور کې مونږ انرژي یوازې برښنا نه‌بولو، بلکې دا د ثبات، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د څرنګوالي او کیفیت د ښه‌والي بنسټ هم ګڼو.»

احسان الله بیات ټینګار کړی: « بیات پاور د افغانستان خلکو ته پر خدمت کولو ویاړي. مونږ ژمن یوو، چې پر کور دننه د انرژۍ تولید پراخ کړو او د برښنا د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره له برښنا شرکت سره نږدې همکاري ولرو.»

نوموړي زیاته کړې: « د یوه ملي پانګه‌وال په توګه زمونږ مسوولیت له سوداګرۍ ډېر لوړ دی؛ بیات پاور ژمن دی، چې د داخلي انرژۍ پر سرچینو پانګونه وکړي او د هېواد د اوږدمهاله پراختیا له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.»

بیات پاور له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید مخکښ دی او په تېرو څلوېښت کلونو کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دا څو میلیون ډالري پروژه د زیمنس انرژۍ شرکت د SGT-A45 ګرځند ګازي توربین کاروي، چې د لوړ ګټورتوب له کبله غوره شوی دی.

دا برښناکوټ، چې د هېواد د شمال په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ دا مهال سلګونو زرو پېرېدونکو ته برښنا برابروي او هر کال له ۳۰۰ میلیون کیلوواټ‌ساعته څخه ډېره برېښنا تولیدوي.

دا پروژه د یوې نوښتګرې دولتي– خصوصي ملګرتیا په توګه د بیات پاور، زیمنس انرژۍ، د افغانستان دولتي ادارو (د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، افغان‌ګاز، د افغانستان برشنا شرکت) او نړیوالو همکارانو پر ګډون رامنځته شوې ده.

بیات ګروپ همدارنګه په افغانستان کې تر ټولو ستر خصوصي پانګه‌وال هم دی او بیات پاور یوازنی شرکت دی، چې په هېواد کې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي.

د یادونې ده، چې د زیمنس انرژۍ SGT-A45 توربین یوازې بیات پاور کاروي او دا مهال په ټوله نړۍ کې د خپلې بڼې یوازنی فعال توربین دی.

Trending

Exit mobile version