تازه خبرونه
د افغانستان برښنا شرکت د پرچاوې علتونه څرګند کړل
د عبدالباري عمر د څرګندونو له مخې، د برښنا پرچاوي درې بنسټیز علتونه لري:
نن سېشنبه(د لیندۍ څلورمه) په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالباري عمر خلکو ته د برښنا د پرچاوې اصلي لاملونه څرګند کړل.
د عبدالباري عمر د څرګندونو له مخې، د برښنا پرچاوي درې بنسټیز علتونه لري:
۱. هېواد ته د کډوالو پراخه راستنېدا
۲. د صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو پراختیا او زیاتوالی
۳. د هېوادوالو لهخوا د برښنا ډېر لګښت
هغه ټینګار کړی، چې د دې ننګونو حل کول د انرژۍ د لګښت ښه مدیریت او د خلکو او دولتي ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس د څرګندونو له مخې؛ د هېواد برښنا له پیل څخه غیر معیاري او کمزورې جوړه شوې او د برښنا د اوسنیو غوښتنو پوره کولو وس نلري.
هغه ټینګار کړی، چې د وچکالۍ له کبله د اوبو برښنا په تولیدي سرچینو کې د اوبو کچه راټیټه شوې، چې د برښنا نسبي کمښت یې رامنځته کړی دی.
عبدالباري عمر ویلي: “مونږ لږ تر لږه لس کاله اړتیا لرو، چې وکولی شو ۲۰ زره میګاواټه برښنا پر کور دننه تولید او ټولنې ته وړاندې کړو.”
هغه دا هم ویلي، چې د برښنا شرکت سږکال د سب سټیشنونو په ګډون د شبکو لپاره د ۴۷ میلیارډ افغانیو بودجه پلان کړې ده.
د عبدالباري عمر د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د برښنا پر تولیدي سرچینو چټک کار روان دی، چې په کې له ۷۱۹ میلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې ده.
هغه ویلي: “مونږ یوازې د برښنا د تولید او د شبکو پر پراختیا کار ندې کړی، بلکې د اداري سیسټمونو پر عصري کولو هم کار شوی دی او د برښنا رسولو یو عصري سیسټم به ډېر ژر پرانستل شي.”
نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره مونږ له بادي انرژي څخه د پاکې برښنا تولیدي نوښت پلي کړاو پر دې سربېره مو له لمریزې او ګازي انرژۍ څخه د برښنا د تولید لپاره پر پروژو هم کار روان کړی دی.
ویل کیږي، چې د برښنا کمښت او برښنا ته د لاسرسي نشتوالی تل د افغانانو لپاره یوه ستونزه وه. د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ یوازې ۳۸ سلنه افغانان برښنا ته لاسرسی لري.