تازه خبرونه
د افغانستان برښنا شرکت پلاوی پر برښنایي پروژو د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته روان شو
د افغانستان برښنا شرکت تخنیکي پلاوی د شنبې پر ورځ (د غبرګولي لسمه) د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسمي سفر کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت د ترکمنستان له تخنیکي پلاوي سره د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د لېږد او نورو اړینو پروژو د خبرو لپاره د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړ.
د افغانستان برښنا شرکت تخنیکي پلاوی د شنبې پر ورځ (د غبرګولي لسمه) د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسمي سفر کړی دی.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې، په دې تخنیکي غونډه کې به دواړه خواوې د بنسټیزو پروژو د پرمختګ په ګډون د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي پر لېږد، دشت الوان او ارغندي سب سټیشنونو، چې اوسمهال په افغانستان کې تر کار لاندي دي هر اړخیزې خبرې وکړي.