تازه خبرونه

د افغانستان بې ثباته کول د امریکا لومړیتوب دی – قُمي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د سې‌شنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶) له ایراني رسنۍ (ایرنا) سره په خبرو کې ویلي، چې امریکایانو له شرمه ډکې ماتې سره سره په افغانستان کې نه یوازې ناامنیو ته لمن وهلې، بلکې له ترهګرۍ په ځانګړي توګه له داعش هم ملاتړ کوي.

دغې ایرانۍ رسنۍ د حسن کاظمي قومي له خولې لیکلي، چې د افغانستان بې ثباتي او ناامني اوس هم د امریکا لومړیتوب دی او دوی پر بېلابېلو دلایلو د دې سیاست د پلي کولو هڅې کوي.

په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي: امریکایان په افغانستان کې له خپلې سترې ماتې سره ـ سره له سیمې او افغانستان څخه نه‌دي وتلي؛ موخې یې اوس هم شته، خو دوی خپله عملیاتي تګلاره بدله کړې ده. هغه مهال یې فکر کاوه، چې دوی کولی شي پر یرغل او وسلوالو کمپاينونو ځان خپلو نامشروع موخو ته ورسوي؛ خو له ناکامېدو وروسته يې نورو لارو ته مخه کړه.

قُمي زیاته کړې: مونږ د افغانستان د حالاتو د ښه‌والي لپاره له کابل سره د اړیکو هوکړې ته رسیدلي یوو.

نوموړي دا هم ویلي: له نېکه مرغه مونږ د پاکستان په ګډون د سيمې له مهمو لوبغاړیو سره پر سلا مشورو مثبتې کړنلارې ته رسېدلي يوو؛ له کابل سره په خبرو کې پر سيمه ييزو همکاريو ټينګار وشو او هوکړه وشوه، چې دې تګلارې ته بايد لومړيتوب ورکړ شي.

هغه زیاته کړې؛ په دې خبرو کې د سیمه‌ییزو اړیکو ډله جوړه شوه، چې د کازان او مسکو په غونډو کې پرې خبرې شوې وې. دغه راز پرېکړه شوې وه، چې د افغانستان له واکمنانو سره به سیمه‌ییزه همکاري روانه ساتل کیږي.

په افغانستان کې د ايران سفارت دې استازي زياته کړې، چې د سيمه ييزو اړیکو ډلې استازي بايد له افغانستان سره په اقتصادي، امنيتي او سياسي برخو کې د همکاريو يوه کړنلاره تعريف او تعقيب کړي؛ ځکه، چې دا چمتووالى نيول شوى دى.

کاظمي قُمي د داعش په ګډون په سیمه کې د ترهګرۍ خپرېدا د امریکا د نیابتي جنګ او د امریکا ـ صهیونیسټي پلانونو پایله وبلله او ټینګار یې څرګند کړ، چې ګاونډ هېوادونه باید هوښیار واوسي او له افغانستان سره د امنیت په ګډون هراړخیزه همکاري وکړي.

هغه دا هم ویلي: ترهګري پوله نه‌پېژني؛ نو له همدې کبله له تروریزم سره مبارزه باید په ګډه ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې: د افغانستان د خلکو ملاتړ اوس هم د ایران د اسلامی جمهوریت سیاسي ارزښت دی. دا ملاتړ د دوه اړخیزو همکاریو په ټولو برخو کې شته او د افغانانو د اوسنیو شرایطو په اړه د ایران ژور پوهاوی دی. مونږ د سیمې متحدین هڅوو او له ملګرو ملتونو هم تمه ده، چې له دې بهیر ملاتړ وکړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې ایران د ملګرو ملتو د رغنده رول ملاتړ کوي او ګاونډیان د افغانستان له پرمختګونو څخه ډېر اغیزمن شوي دي؛ ځکه، نو ملګري ملتونه باید د سیمه‌ییزو نوښتونو او همکارۍ ملاتړ وکړي. که دا ملاتړ رامنځته شي؛ دا به د نړیوالې سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ماموریت په ښه کولو کې پوره مرسته وکړي.

​د یادونې ده، چې امریکایي اړوند چارواکو او د ملګروملتونو استازود حسن کاظمي قُمي د دغو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

Trending

Exit mobile version