Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز د مخې ښې وینا

خپور شوی

د

کابل، د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۶مه – کله، چې ما دا دنده پر غاړه واخیسته نړۍ خورا یو بل ډول ځای و؛ په یوه پېړۍ کې یو ځل پېښېیدونکې وبا سره مخ شوم، چې زمونږ د کارکولو طریقې او نړیوال لومړیتوبونه یې بدل کړل. ما د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې دنده پیل کړې وه؛ خو د همدې کال د مې میاشتې تر پایه پورې افغانستان ته له سفر کولو څخه منعه شوې وم. په دغه وخت کې افغانستان د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون د پلي کېدو او بیا د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د بایډن د ادارې لخوا د دغه تړون له مخې د همدې کال د اګست تر پایه ټول بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې ول.

 د افغانستان اسلامي جمهوریت پر سقوط او د دوحې تړون د اغېزو په اړه له دې مخکې هم ډېر تحلیلونه شوي دي. کله، چې مورخین د شواهدو راټولول پیل کړي له شک پرته، چې ډېر نور څه به هم وي.

دلته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې، زما لپاره د توقع خلاف تجربه وه.

 هغه مهال زمونږ ستراتیژي دا وه، چې په دوحه کې د سولې د پروسې د پلي کولو لپاره هر ممکن کار ترسره کړو. دا تر هر څه دمخه، د مذاکراتو د فضا د ساتلو لپاره له افغان دولت څخه د ملاتړ پر معنی ول. مونږ د نوامبر پر میاشت په ژنیو کې سره ولیدل، چې د افغانستان لپاره د تمویل دوام ډاډمن کړو. بسپنه ورکوونکیو د څلور کلونو په موده کې د شاوخوا ۱۳ میلیارد امریکایي ډالرو ژمنه وکړه. مونږ ډېر وخت د بین الافغاني مذاکراتو پر تقویه کولو، باور جوړولو او د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو تېر کړ.

بریالیتوب به د جمهوريت او طالبانو ترمنځ د یوه موقت حکومت په اړه موافقه وه، چې طالبان په کې شامل وای، چې دې به جمهوريت ټولشموله او همدارنګه د بشري، مدني، سیاسي او ښځو حقونو په برخه کې لاسته راوړنې خوندي کړې وې. دا کار ناشونی ثابت شو او جمهوریت حتی د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې سقوط وکړ.

په داسې حال کې چې سقوط ورځ تر بلې حتمي شو، او ډیرو سفارتونو د خپلو کارکونکو په ویستلو پیل وکړ، یوناما او د ملګرو ملتونو کورنۍ پریکړه وکړه چې پاتې شي او چارو ته دوام ورکړي. موږ هم د ملیونونو افغانانو په څیر چې کله د ولسمشر غني له تښتیدلو او کابل ته د طالبانو له را ننه کیدو خبر شو اندیښمن وو. موږ له وړاندې په کندهار، مزار شریف، جلال آباد او فیض آباد کې په خپلو دفترونو کې د طالبانو تر واک لاندې کارکونکي درلودل. موږ ډیر خوښ و چې د ملګرو ملتونو کارکونکو ته هیڅ ډول زیان نه و رسیدلی او په حقیقت کې طالبانو د نويو چارسنبالو په توګه د دوی د خوندیتوب دډاډمن کولو ژمنې ته درناوی وکړ.

خو د طالبانو واک په بشپړه توګه نوې ستونزې وزیږولې. تر ټولو سملاسي راتلونکی ژمی او د ملیونونو افغانانو جدي زیانمنتیا وه چې وار له مخه د کلونو وچکالۍ له امله د پام وړ خوراکي ناخوندیتوب سره مخامخ وو. د تاوتریخوالی کمښت موږ ته وړتیا راکړه چې د هیواد ډیرو برخو ته لاسرسی ولرو چې پخوا مو نه ورته درلود. هغه کنفرانس چې د سپټمبر په میاشت کې په جینیوا کې د سرمنشي لخوا رابلل شوی و د ژمي په اوږدو کې یې د بشردوستانه مرستو د پوښښ لپاره یو ملیارد ډالر راټول کړل. خو زموږ مقابل لوری داسې یو حکومت و چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه و پېژندل شوی او ډیری لوړپوړي چارواکي یې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له خوا تر بندیزونو لاندې وو. دې بندیزونو او د نړیوال مالي ملاتړ لغوه کیدلو سملاسي کار ته اړتیا لرله چې د بانکوالۍ په سکټور کې د نغدو پیسو بحران حل کړي، موږ وشو کولی د نغدو پیسو په واردولو بشردوستانه چارې سر ته ورسوو. ددې په پایله کې نږدې ۲۰ ملیون خلکو یو نه یو ډول مرستې ترلاسه کړې او اقتصاد په داسې حال کې چې خورا کمزوری و، په بشپړ ډول سقوط ونه کړ.

په سیاسي لحاظ، یوناما دې پایلې ته ورسیده چې د ښځو د حقونو، د رسنیو دازادۍ او د ټول شموله سیاسي استازیتوب د محدودیت په تړاو د طالبانو له سختو پالیسیو سره سره د پرمختګ یوازینۍ لار سیاسي ښکیلتیا ده.  د یوناما د نوي شوي ماموریت په تړاو د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي سپارښتنې د دې پالیسۍ پریکړه منعکسوي. موږ خوښ شو چې امنیت شورا موافقه وکړه. زموږ نوی ماموریت یوناما ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې پاتې شي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

همغه ډول چې زه په افغانستان کې د یوناما د دوه کلنې رهبرۍ په اړه فکر کوم، زه په دې باور یم چې د یوناما شتون لږترلږه د دریو دلیلونو پراساس اړین دی. لومړی، موږ یو تاریخي میراث لرو. ملګري ملتونه د ۱۹۸۰ مې له وروستیو راهیسې په افغانستان کې سیاسي، حقوق بشري ، بشردوستانه او پرمختیايي حضور لري. موږ ځینې بریاوې او ځینې ناکامۍ درلودې چې په دې توګه موږ اخلاقي مسؤلیت لرو چې پاتې شو. دوهم، موږ اړیو چې د ډیرو زیانمنونکو افغانانو اړتیاوې د بشردوستانه مرستو له لارې حل کړو او ددوی د اساسي بشري اړتیاوو ملاتړ وکړو. درېیم، افغانستان نړیوالې ټولنې ته دومره مهم دی چې هېریدی یې نه شي. یوناما به د یو باوري څارونکي او په افغانستان کې د پیښو د رپوټ ورکونکي او د افغانانو، د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باوري اړیکې په توګه پاتې شي. همدارنګه به دا د یو سمبول په توګه پاته وي چې افغان ولس بیا د نړۍ له خوا یوازې نه پریښودل کیږي.

کله چې ما دا دنده ومنله، فکر مې نه کاوو چې داسې افغانستان به زه پریږدم چې اوس یې وینم. زما زړه، په ځانګړې توګه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره چې د زده کړو له حق څخه بې برخې شوي، او د هغو ډیرو با استعدادو افغان میرمنو له اړخه مات شوی چې د یوې ټولنې د بیا رغونې لپاره چې دا مهال پکې جګړه کمه ده خو البته په یو ډول د پخوا په څیر ډیره ویره لري، د دوی له وړتیا وو څخه د کار اخیستو پرځای ورته په کور کې د پاتې کیدو ویل شوي. د حیرانتیا خبره بیا داده، په داسې حالت کې چې هر چاته اوس د هیواد په بیارغونه کې د مرستې زمینه برابره ده، پرنیمایي نفوس محدودیت وضع شوی او په دغه کار کې ددوی د ګډون مخه نیول شوې.

دا یو ویاړ و چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې یوه میرمن د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه. دا د یوې میرمنې په توګه خورا دردناکه ده چې خپلې افغانې خویندې په داسې حالت کې پریږدم چې دامهال ورسره لاس ګریوان دي. سره له دې چې زه ډاډمنه یم چې ترټولو ښه هیله د ښکیلتیا په یوه ستراتیژي کې ده چې واکمنو چارواکو ته ښیي، یو داسې سیسټم چې ښځې، لږکي او باصلاحیته خلک پکې شتون ونلري، دوام نشي موندی، او په عین وخت کې ممکنه ده یو داسې سیاست رامینځته شي چې هم ټول شموله او هم اسلامي وي.

مشهوره خبره ده چې کله یو مسافر له افغانستانه لیدنه وکړي، نو له دغه هیواد سره یې روح وتړل شي، او باید بیرته ورستون شي ترڅو خپل ځان وګوري. زه له دغې وینا سره چې زما په ذهن کې ښکته پورته کیږي دغه هیواد پریږدم.

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمه‌ییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.

عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.

هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!