تازه خبرونه

د افغانستان خلک د شفقت او ښه چلند مستحق دي – شیخ هبة‌الله

د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د ښاروالیو لپاره په یوه ځانګړي سیمینار کې له خلکو سره د ښه چلند او د زور او فشار له کارولو څخه د ډډه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

هغه د خلکو پر وړاندې د زور یا جبر کارولو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې مسوولیت کوم عزت او غوره والی ندی، بلکې یو امانت دی، چې له مخې یې باید خلکو ته خدمت وشي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا هم روښانه کړه، چې مسوولیت امتیاز ندی، بلکې د خلکو د خدمت لپاره یو امانت دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د ښاروالیو مالي سرچینې په حقیقت کې د خلکو شتمني ده، چې د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره ورکول کیږي او باید د خلکو د رضایت او هوساینې سره سم مصرف شي.

د اسلامي امارت رهبر همدارنګه له ښاروالیو وغوښتل، چې د ښارونو د پاکوالي، د عامه ګټو او عامه شتمنیو د ساتنې او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له غفلت او بې‌پروایۍ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني له پکتیکا والي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت اصلي هدف د خلکو خدمت کول دي او د هغو د استازو له لارې د ولایتونو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version