تازه خبرونه
د افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.
روسیې د شانګهای همکاریو ټولنې د افغانستان د تماس ډلې له بیا فعالېدا ملاتړ څرګند کړی او وایي، چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ له افغانستان سره د دې سیمهییز چوکاټ له لارې د اړیکو د بیا پیل لپاره پراخ ملاتړ موجود دی.
د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.
حکیموف وایي:« مونږ باور لرو، چې د شانګهای همکاریو ټولننې د افغانستان تماس ډله، چې په ۲۰۰۷ز.کال کې جوړه شوې وه؛ باید خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا لیدلوری د ټولنې دننه حاکم دی.»
هغه زیاته کړې، چې د دې میکانیزم د بیا فعالېدو هڅو هغه مهال نو زور واخیست، چې د تېر کال په سپټمبر کې د تاجکستان پر نوښت د افغانستان په اړه ځانګړې سلا مشورې په دوشنبه ښار کې ترسره شوې. د ګډونوالو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د دې ډلې د بیا فعالېدا او د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه د همغږۍ د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شي.
حکیموف ټینګار کړی، چې د کړنلارې اړوند ستونزې اوس هم پر ځای دي؛ ځکه د تماس ډلې مشري په دودیز ډول د شانګهای همکاریو ټولنې پړاویزه مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د استازي لهخوا په ګډه ترسره کېږي.
هغه ویلي؛ تر هغې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې غړو هېوادونو اسلامي امارت پر رسمیت نهوي پېژندلی، د دې میکانیزم د بیا فعالېدا بهیر به ښايي تدریجي پر مخ ولاړ شي.