تازه خبرونه
د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته د هند ۲۱ ټنه مرسته ورسېده
د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وبلي، چې په دې جوپه کې ۲۱ ټنه بېلابېل توکي، چې په کې کمبلې، خېمې، طبي تجهیزات، د اوبو زیرمې، اړین درمل او نور د اړتیا وړ توکي رانغاړي.
د هند بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته د هند هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وبلي، چې په دې جوپه کې ۲۱ ټنه بېلابېل توکي، چې په کې کمبلې، خېمې، طبي تجهیزات، د اوبو زیرمې، اړین درمل او نور د اړتیا وړ توکي رانغاړي.
هغه زیاته کړې، چې نوی ډیلي په افغانستان کې د بشري وضعیت څارنه کوي او په راتلونکو ورځو کې به نورې مرستې هم ولېږل شي.
څو ورځې مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې ولړزول، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱۱ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، له ۳ زره څخه ډېر نور ټپیان او له ۵ زره ډېر کورونه ویجاړ شول.