تازه خبرونه

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو یوسلوشپږمه کلیزه

د هغه وخت له بریټانیا سره له درې جګړو وروسته افغانستان د ۱۲۹۸ د زمري پر اته‌ویشتمه د شاه امان الله خان پر مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.

Published

on

نن سې‌شنبه د زمري اته‌ویشتمه له بریټانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له یو سلو شپږمې کلیزې سره برابره ده.

د هغه وخت له بریټانیا سره له درې جګړو وروسته افغانستان د ۱۲۹۸ د زمري پر اته‌ویشتمه د شاه امان الله خان پر مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.

په هغه وخت کې د وخت شوروي اتحاد لومړنی دولت و، چې دا خپلواکي یې پر رسمیت وپېژندله.

نن هم دا تاریخي ورځ په هېواد کې دننه او بهر نمانځل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه د یوسلو‌شپږمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان خپلواکي د هغو افغان مجاهدینو د سرښندنو او جهاد پایله ګڼي، چې د بریټانوي ښکېلاک پر وړاندې یې ټینګار او مقاومت کړی او د هېواد بشپړه خپلواکي یې ترلاسه کړه.

په دې اړه د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان مسلمان او غیرتمن ولس د لوی خدای پر مرسته بریټانوي استعمار مجبور کړ، چې د هېواد خپلواکي او د بهرني سیاست واک افغانانو ته بېرته ورکړي؛ دا یوه داسې بریا ده، چې تر نن ورځې پورې د ملت لپاره د ویاړ وړ ده.

اسلامي امارت د شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانانو تاریخي مبارزو ته هم نغوته کړې او په یوه پېړۍ کې د درې لویو نړیوالو ځواکونو ماته یې د افغانانو د ټینګ ایمان او ملي ویاړ سمبول وباله.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې ځوان نسل باید د خپلو مشرانو پر پل – پل پورته کړي؛ د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې مقاومت وکړي او د هېواد له ویاړلي تاریخ څخه الهام واخلي.

اسلامي امارت د زمري د اتهءویشتمې په مناسبت افغانانو ته د مبارکۍ ویلې تر څنګ یادونه کړې؛ دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې یوازې څلور ورځې مخکې هېوادوالو “له امریکایي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ” کلیزه هم ونمانځله.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پدې مناسبت عامه رخصتي اعلان کړې او د ملي دفاع وزارت د دې ورځې د نمانځلو لپاره ځانګړي مراسم ترسره کړي دي.

Trending

Exit mobile version