سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د سولې په باب نه بايد په پاريس يا برلين كې غونډې جوړې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له افغانستان څخه بهر له وسله والو سره د سولې د خبرو له جوړېدو سره د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت مخالفت په اصل كې له افغان دولت څخه ملاتړ دى.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني كهر له وسله والو طالبانو سره د سولې د هغو خبرو په مخالفت كې، چې په پام كې ده د رواني ميلادي مياشتې په پاى كې په فرانسه كې جوړې شي ويلي، د افغانستان د سولې په باب نه بايد په پاريس يا برلين كې غونډې جوړې شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د حنا رباني كهر دغه څرگندونې د افغان دولت له غوښتنو څخه د پاكستان ملاتړ بولي.

په هغه غونډه كې، چې په پام كې ده د يو علمي بنسټ له خوا پارېس ته نږدې جوړه شي د يو شمېر سياسي حزبونو او وسله والو طالبانو استازې به بكښې گډون وكړي.

افغان دولت په داسې حال كې، چې دغه غونډه غېر رسمي بولي او استازى به يې پكښې گډون ونكړي، خو بيا هم له يادې غونډې څخه ملاتړ كوي.

كه څه هم يو شمېر افغان كارپوهان په افغانستان كې د سولې د ټينگښت لپاره د پاكستان ژمنې د افغانستان په چارو كې د مداخلې په موخه د نورو سياسي پروگرامونو د جوړولو لپاره  د پاكستان فرصت طلبي بولي، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د په تركيه كې خپرې شوې درې اړخيزې گډې اعلاميې د افغانستان د سولې له بهير څخه د پاكستان د ملاتړ به باب  د افغانستان هيلې زياتې كړي دي.

Trending

Exit mobile version