سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د شمال د نفتي توكو چاڼ چارې افغان – امريكايي شركت ته وسپارل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د پانگونې عالي كميسيون د نفتي توكو د چاڼ چارې افغان – امريكايي شركت ته وسپارلې.

له پانگونې د ملاتړ اداره يا آيسا رييس وفي الله افتخاري وايي:

ټاكل شوې، چې د هېواد په شمال كې به تر درې كلونو د اووه سوه ميليون دالرو په ارزښت د نفتو يوه چاڼخونه جوړه شي.

د دې كارخانې له جوړيدو سره به نورافغانستان اړ نه وي، چې خپل نفتي توكي د چاڼ لپاره بهر ته وليږدوي.

د دغه شركت چاڼخونه به د ورځې ۶۰ زره بيرل تېل د هېواد بازارونو ته وړاندې كړي.

د افغانستان په شمال کې د آمو سیند حوزې د څاگانو تېل د چين د تېلو ملي شرکت (سي، ان، پي، سي) له خوا ويستل کېږي، چې وسمهال د چاڼولو لپاره ترکمنستان ته لېږدول کېږي.

د (اف، ام کو) په نوم شرکت، چې پانگوال يې افغانان او امريکايان دي د افغانستان په شمال جوزجان کې د تېلو چاڼخونه جوړوي.

د اف، ام کو او چينايي شرکت سي ان پي سي ترمنځ د شوي تړون له مخې به تر راتلونكيو درې کلونو د آمو سیند تېل په همدې كارخونه کې چاڼيږي.

له پاپگونې د ملاتړ ادارې آیسا مشر وفي الله افتخار وايي:

دغه شرکت به تر ۲۰۱۵ م کال پورې د چاڼخونې د جوړولو چارې بشپړې کړي او د همدې کال په پای کې به په فعاليت پيل وکړي.

د نوموړي په وينا:

د دغې چاڼخونې په جوړيدو به له زرو زياتو کسانو ته مستقيم او شاوخوا ۲۰ زره نورو ته په غير مستقيم ډول کارونه پيدا شي.

د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت د پلان او پاليسۍ رييس د دغه اقدام هرکلی کړی او وايي، چې:

د دغې چاڼخونې د کار په پيليدو به د تېلو له اړخه د افغانستان ۵۰ سلنه اړتياوې بشپړې شي.

د دغه وزارت چارواكي رسنيو ته په ډاگه كړې، چې:

دغه شركت به د تېلو د چاڼ اړين گاز د افغانستان له طبيعي سرچینو اخلي.

د امو سیند د تېلو حوزه له نن نه شاوخوا ۴۳ کاله وړاندې د سويډني متخصصانو له لوري کشف شوې او د اټکل له مخې شاوخوا ۸۷ ميليون بېرل تېل لري.

په افغانستان کې د امو سیند د تېلو پرحوزې سربېره د تېلو او گازو پېنځه نورې حوزې هم شته، چې    افغان ـ تاجک، کشکک، کټواز، هلمند او هرات نوميږي.

د يادونې وړ ده، چې څه نا څه درې مياشتې وړاندې قزاقستان ويلي ول، چې په افغانستان کې به د تېلو دوه چاڼخونې ولري. د دغو چاڼخونو يوه به يې د افغانستان په لويديځ هرات او بله په شمالي ولايت بلخ کې جوړه شي.

Trending

Exit mobile version