تازه خبرونه
د افغانستان د شمال راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته ۲۳ میلیون ډالري پروژې پیل شوې
دا پروژه په بغلان او کندز ولایتونو کې پیل شوې او د راتلونکو دوه کلونو لپاره به روانه وساتل شي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په دوه شمالي ولایتونو کې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو، داخلي بې ځایه شویو او د هغو له کوربه ټولنو سره د مرستې یوه ګډه پروژه پیل کړه.
دا پروژه په بغلان او کندز ولایتونو کې پیل شوې او د راتلونکو دوه کلونو لپاره به روانه وساتل شي.
ملګري ملتونه له اړوند سیمو سره د سرپناه، بنسټیزو خدماتو او د ناورینونو پر وړاندې مقاومت لرونکو بېخبناوو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د بشري چارو مشر اندریکا راټواټه ویلي؛ دا پروژه د راستنېدونکو او هغو ټولنو په ژوند کې د رښتیني او تلپاتې بدلون راوستلو لپاره ډیزاین شوې، چې له دوی یې هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې: “بېرته راستنېدونکي له ځان سره ارزښتناکه مهارتونه، تجربې او شبکې راوړي، چې کولی شي د اقتصاد په بیارغونه کې اغېزمن رول ولوبوي. په کورونو جوړولو، کارموندنې او دوامداره کاري فرصتونو پر ملاتړ دا پروژه به د اغېزمن ادغام لپاره لار اواره کړي، چې راستنېدونکي په خپلو ټولنو کې د مثبت بدلون استازي شي.”
دا پروژه، چې د ۲۳.۰۱ میلیون ډالرو پر لګښت پیل شوې؛ د مهاجرت نړیواله ټولنه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لخوا پلي کیږي.
