سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د لويو توليدي كارخانو په ورانولو كې د سيمې دولتونه لاس لري
په افغانستان كې سوداگر او پانگوال خبردارى وركوي، چې:
كه حكومت صنعتي او توليدي پاركونه له هغو بنسټونو پاك نه كړي، چې پوځي ځواكونو ته فعاليت كوي؛ صنعت كاران به له كاره لاس واخلي.
د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۲۷) په يوه بهرني دفتركې، چې پوځيانو ته يې لوژيستكي خدمتونه وړاندې كول ځانمرگى بريد وشو.
په افغانستان كې د سوداگرۍ او صنايعو خونې مديره پلاوي مرستيال خان جان الكوزى وايي:
له هرې ممكنې لارې كورنيو توليداتو ته زيان رسول ښايي د گاونډ هېوادونو د كار يوه مهمه موخه وي.
د افغانستان د صنايعو د ټولنې رييس جبار ساپى وايي:
كه حكومت د كابل له صنعتي پاركونو څخه د سون توكو زيرمې او د پوځيانو لپاره وړاندې كوونكي خدماتي بنسټونه بل ځاى ته ونه ليږدوي، دوى به له كاره لاس واخلي.
دا ټولنه وايي:
په صنعتي پاركونو كې د تېرې ورځې ځانمرگي بريد د نوشابو يوه توليدونكى كارخانه په بشپړه توگه ويجاړه كړې ده.
د دې ټولنې د شمېرنې له مخې نوموړې فابريكې ته له لس ميليون ډالرو ډېر زيان ا وښتى دى.
د دوشنبې ورځې ځانمرگي بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى او موخه يې هغه شركت ښودلى، چې بهرنيو ځواكونو ته لوژستيكي خدمتونه وړاندې كوي.