Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر د خبرو اترو لپاره عمان ته روان شو

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې به له اړوند عماني چارواکو سره لیدنې ترسره شي، چې په کې به د علمي همکاریو پر پراختیا، علمي تجربو تبادلې، لوړو زده‌کړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغانستان او عمان ترمنځ د تعلیمي تعاملاتو پراخولو خبرې وشي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي یوویشتمه ) عمان ته ولاړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي همکاري پراخه او پیاوړې کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې به له اړوند عماني چارواکو سره لیدنې ترسره شي، چې په کې به د علمي همکاریو پر پراختیا، علمي تجربو تبادلې، لوړو زده‌کړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغانستان او عمان ترمنځ د تعلیمي تعاملاتو پراخولو خبرې وشي.

همدارنګه ټاکل شوې، چې ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی به د لوړو زده‌کړو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره په عمان کې له یو شمېر علمي او تعلیمي بنسټونو څخه لیدنې وکړي.

تازه خبرونه

د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابلډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.

د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان افغانستان ته د مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړه

د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.

Published

on

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ګمرکي چارواکو افغانستان ته د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.

د دغو بارونو ګمرکي اسناد مخکې بشپړ شوي وه؛ خو کانټینرونه د تورخم د وارداتي ټرمینل په ساحه کې څو ساعته د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې پر تمه پاتې شول.

ګمرکي چارواکو د ګمرکي چارو شرکتونو ته هم خبر ورکړی، چې ټول هغه باروړونکي موټر، چې اسناد یې بشپړ دي؛ د سې‌شنبې پر ورځ به افغانستان ته ننوځي.

تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۲۰۲۵ز.کال له اکټوبر راپدېخوا د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله د تګ‌راتګ پر مخ تړلې پاتې ده.

د روان کال په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا ۲۰ کانټینره مرسته له هغې وروسته بېرته کراچۍ ته ولېږدول شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت یې له منلو ډډه کړې وه.

په راپور کې راغلي، چې د دغو ۲۶ کانټینرونو وروستی برخلیک به د افغانستان د چارواکو د پرېکړې له مخې څرګند شي او تمه ده، چې دا موضوع د سې‌شنبې پر ورځ روښانه شي.

دغه راز پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کاروانونو د ننوتو بهیر د تورخم له لارې افغانستان ته پیل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا ۲۰ باروړونکي موټر افغانستان ته ننوتي، چې د خوراکي غوړیو او بسکیټو مرستې لېږدوي.

هغه زیاته کړې؛  تمه ده، چې له ۵۰ ډېر نور مرستندوی موټر هم له همدې لارې افغانستان ته دننه شي.

د راپور له مخې، اسلامي امارت له دې مخکې ملګرو ملتونو ته ویلي وه، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د دې بنسټ د بشري مرستو رالېږد ته لېواله دی.

طاهر خان د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې ویلي یې ول؛ اسلام‌آاباد به د جولای له څوارلسمې د ملګرو ملتونو د مرستو باروړونکو موټرو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ورکړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان یو برید هم بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی- فصیح‌الدین فطرت

فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې د پاکستان وروستي بریدونه د زغملو نه‌دي او تر اوسه یې یو برید هم بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی.

فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور ادعاوې هم رد کړې او څرګندوي، چې دا ادعاوې حقیقت نه‌لري.

د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار کړی، چې افغانستان به هیڅ هېواد یا ډلې ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد امنیت او ملي واکمنۍ ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117