تازه خبرونه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت خپل عواید اته په سلو کې زیات ښيي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، چې د روان کال د شپږ میاشتو عواید یې د تېر کال د همدغې مودې په پرتله اته په سلو کې زیات شوي دي.

 دوی وايي، چې د پوستخونو له فعالیدو او په ولایتونو کې د دوی په ادارو کې د ظرفیتونو له لوړیدو سره په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیموايي، چې د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه وزارت ۱۱۱ میلیون دالر عواید را ټول کړي وه. په داسې حال کې، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دغه عواید ۲۰۴ میلیون دالرو ته لوړ شوي دي.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د عوایدو په بېرته لګولو کې باید شفافیت موجود وي او د خلکو پر ژوند یې مثبتې اغېزې پریوزي.

د اقتصادي کارپوه محمد شبیر بشیری د اټکلونو له مخې؛ د هېواد اتیا په سلو کې وګړي مخابراتي آسانتیاوو ته لاسرسی لري او پر مشتریانو د لس په سلو کې ټکس لګولو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت عواید لوړ کړل؛ خو اوس هم اندېښنې شته، چې یو شمېر مخابراتي شبکې خپل سیمکارتونه پرته له راجستره په تور بازار کې پلوري، چې د دغو سیمکارتونو د ټکس د شفافیت په اړه هم اندېښنې په ځای پاتې دي.

Trending

Exit mobile version