سوداگري
د افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
په داسې حال کې، چې د نړۍ د الوتنو مخه د سیمې د کړکېچونو له کبله افغانستان ته رااوښتې؛ سویس انفو راپور ورکړی، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدا د دې هېواد لپاره د پام وړ عواید رامنځته کړي دي.
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ ډالر د تېرېدا حق اخیستل کېږي، چې په ټولیزه توګه اوونیز عواید شاوخوا ۱.۴ میلیون او کلني عواید یې له ۷۰ میلیون ډالرو اوړي.
دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اوکراین کې جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د اروپا او آسیا ترمنځ دودیزې هوايي لارې محدودې کړي او هوايي شرکتونه اړ دي، چې د افغانستان په ګډون بدیلې لارې وکاروي.
د راپور له مخې؛ د ډېرو نورو هېوادونو پر پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدا فیس د هرې الوتنې لپاره ثابته کچه لري او د الوتکې د وزن یا واټن له مخې نهمحاسبه کېږي.
سره له دې ځینې اندېښنې هم وړاندې شوې دي.
د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د پرمختللي هوايي ټرافیک د څارنې سیسټم د نشتوالي له کبله پیلوټان خپله د اړتیا وړ همغږي ترسره کوي، چې دې موضوع نیوکې رامنځته کړې دي.
دغه راز ځینو هوايي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د لارو د بدلون له کبله خپلې ځینې الوتنې د منځني ختیځ پر لور لغوه کړي او د سفري بازار پاملرنه نورو لوریو؛ لکه اروپا او کارائیب ته زیاته شوې ده.
دا بدلونونه ښيي، چې افغانستان سره له ګڼو ستونزو؛ په نامستقیمه توګه د سیمې له ژیوپولیټیک بدلونونو ګټه اخیستې او د هوايي ټرانزیټ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.