سوداگري
د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
د ډانورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي: د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لېږد، چې د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا مخکې نږدې ۸۹ زره کانټینرونه او ارزښت یې شاوخوا پېنځه میلیارډ ډالره و؛ په ۲۰۲۳ز.مالي کال کې د ۱۰۲زره او ۸۸۶ کانټینرونو ته رسېدو او د ۶.۷ میلیارډ ډالرو پر ارزښت، ریکارډ ته لوړ شوی و.
د پاکستان د«ډان» ورځپاڼې د شننې له مخې؛ کابل ته د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا پېنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکې د جوړښتي بدلون په حال کې دي او د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پام وړ کمه شوې او د خیبر پښتونخوا ایالت او پېښور ښار پر اقتصادي ننګونې بدل شوی دی.
د ډانورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي: د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لېږد، چې د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا مخکې نږدې ۸۹ زره کانټینرونه او ارزښت یې شاوخوا پېنځه میلیارډ ډالره و؛ په ۲۰۲۳ز.مالي کال کې د ۱۰۲زره او ۸۸۶ کانټینرونو ته رسېدو او د ۶.۷ میلیارډ ډالرو پر ارزښت، ریکارډ ته لوړ شوی و.
په ۲۰۲۴ز.مالي کال کې د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۵۴ زره او ۱۱۴ او په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ ته راکم شو. دغه شمېر په ۲۰۲۶ز.مالي کال کې یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټ شوی، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۶۷ میلیون ډالره دی.
ډانورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان له لوري د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې د تګ راتګ پر لارو لګېدلي محدودیتونه د دې کموالي د پیل لامل نهدي، بلکې هغه بهیر یې چټک کړی، چې له دې مخکې پیل شوی و.
د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي او ایران د بدیلې لارې په توګه پر تر ټولو مهم مسیر بدل شوی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې د افغانستان د وارداتو شاوخوا ۳۱.۳ سلنه برخه لرله او له ایران څخه مستقیم واردات او هغه توکي، چې د ایران له لارې لېږدول شوي، د افغانستان د ټولو وارداتو ۴۸.۶ سلنه جوړوي.
د منځنۍ آسیا د لارو اهمیت هم پر زیاتېدا دی او د «ډان» د راپور له مخې؛ پاکستان له دې ګواښ سره مخ کوي، چې د افغانستان لپاره نړیوالو بازارونو ته د اصلي ټرانزیټي لارې په توګه خپل دودیز ځای له لاسه ورکړي.
دغه راپور زیاتوي، چې د پاکستان له لارې د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي سوداګرۍ کموالی ډېر دی او په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې له ۴۵۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ز.مالي کال کې یوازې اووه میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د «ډان» د څذرګندونو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ کموالی یوازې د پاکستان ګمرکي عواید نهزیانمنوي، بلکې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ټرانسپورټي شرکتونو، ګودامونو، ګمرکي استازو او مالي منځګړو پراخه ځنځیر هم اغېزمنوي.
دې ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له بازار څخه د تقاضا کموالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د خیبر پښتونخوا صنعتونه هممهاله د انرژۍ، ټرانسپورټ او مالي سرچینو له لوړو لګښتونو سره مخ دي او د دې وضعیت دوام د شرکتونو سیاليزه وسه کمولی شي.
«ډان» د راپور په یوه بله برخه کې د تورخم او چمن دروازو تړل کېدا یا ګڼې ګوڼې پر کرنیزو محصولاتو د اغېز یادونه کړې او لیکلي، چې د مېوو او سبزیو په لېږد کې ځنډ، د دغو محصولاتو د ژر خرابېدا له کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اړوي.
دغه راز «ډان» ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه به د دې بهیر له دوام څخه زیانمن شي؛ افغانستان به په اوږدو لارو د توکو د لېږد له لوړ لګښت سره مخ شي او پاکستان به بندري فعالیتونه، ټرانسپورټ، د توکو زېرمه کول، ګمرکي خدمتونه او د افغانستان بازار له لاسه ورکړي.
د دې راپور په پای کې وړاندیز شوی، چې کابل او اسلامآباد د ډېرو زیانونو د مخنیوي لپاره باید د یوه داسې ټرانزیټي نظام د رامنځته کولو پر لور حرکت وکړي، چې د وړاندویېنې وړ، روڼ او پر قوانینو ولاړ وي.
#افغانستان #پاکستان #ډاننیوز #ټرانزیټ #سوداګري #پېښور #خیبرپښتونخوا #اسلامآباد #تورخم #چمن #ایران #منځنۍآسیا #صادرات #واردات #ټرانزیټيسوداګري #اقتصاد