سوداگري
د افغانستان د ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت امریکا ته ولېږدول شوه
دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت صادره شوې ده. په دې کې د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږل شوې دي.
د افغانستان د هرات ولایت د ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه امریکا ته صادره شوه؛ هغه ګام، چې د هېواد د معدني توکو د صادراتو پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان شتون ته زمینه برابرولی شي.
دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت صادره شوې ده. په دې کې د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږل شوې دي.
چارواکي وايي، هرات د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د صادراتو په وده کې اغېزناک رول لوبولی شي.
په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د معدني توکو د صادراتو د پراخېدا بهیر په داسې حال کې روان دی، چې د کانونو د برخې پراختیا او په دې برخه کې د پانګونې راجلبول د هېواد له مهمو اقتصادي موخو څخه بلل کېږي.