تازه خبرونه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د تېلو، ګازو او کیمیاوي صنعت په فورم کې ګډون وکړ
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد هېواد له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو، د افغانستان د تېلو او ګازو د بډایه زېرمو، له یاد هېواد څخه د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې وکړې. او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې د افغانستان د کانونو او سرچینو په سکټور کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر هدایت الله بدري د لوړپوړي پلاوي پر ملتیا د تاتارستان جمهوریت پر رسمي بلنه د یاد هېواد د تېلو،ګاز او کیمیاوي صنعت په فورم کې د ګډون پر مهال وینا وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد هېواد له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو، د افغانستان د تېلو او ګازو د بډایه زېرمو، له یاد هېواد څخه د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې وکړې. او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې د افغانستان د کانونو او سرچینو په سکټور کې پانګونه وکړي.
دغه راز دې پلاوي د تاتارستان د ولسمشر پر مشرۍ له لوړ پوړي پلاوي سره په لیدنه کې خپل وړاندیزونه او اندونه وړاندې کړل.
دواړو لوریو د تخنیکي کمېټه پر جوړولو او همکاریو پراخولو ګډه پرېکړه وکړه. همداراز د تاتارستان چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغان محصلینو لپاره به د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري کوي.
ویل کیږي، چې افغان پلاوي په دې سفر کې د تات تېلو دولتي شرکت له مشرتابه پلاوي سره ولیدل او یاد شرکت د افغانستان له اړوندو ادارو سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو برنامو د برابرولو ډاډ څرګند کړ.