تازه خبرونه

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوتبال ملي لوبډلې د تایلند پر وړاندې ماتې ومنله

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ځوانانو فوتبال ملي لوبډلې پرون (چارشنبه د وږي ۲۳ ) د آسیا د ۲۰ کلنو ځوانانو د سیالیو په لومړۍ لوبه کې له تایلند لوبډلې سره ۳-۰ ماتې ومنله.

د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ښه لوبه ونکړه او تایلند دغه نیمايي هغه له یوه ګول سره وګټله.

افغان ملي لوبډلې په دوه یمه نیمايي کې ښه لوبه وکړه او وتوانېدل، چې تایلند ته د ګول ورکولو څو چانسونه رامنځته کړي؛ خو هیڅ ګول یې و نکړ او په پای کې تایلند په دوه یمه نیمايي کې د دوه ګولونو پر وهلو سیالي وګټله.

د افغانستان دوه یمه لوبه به د جمعې پر ورځ د وږي پر ۲۵ د افغانستان پر وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې د دې سیالیو له کوربه عمان لوبډلې سره او بله به د یکشنبې پر ورځ د وږي پر ۲۷ له فلیپین سره ترسره شي.

په دې لومړنیو سیالیو کې افغانستان په G ګروپ کې د تایلند، عمان او فیلیپین له لوبډلو سره دی.

د افغانستان له ۲۰ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو دا آسيايي سيالۍ د عمان پر کوربتوب د روانې مياشتې له ۲۳مې نېټې پیل او  تر ۲۷مې نېټې ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version