تازه خبرونه
د افغانستان ستونزې یوازې بېړنۍ مرستې اوارولی نهشي – یان ایګلند
(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۲)
د ناروې د کډوالو شورا رییس تېره ورځ ( چارشنبه د وږي ۲۲ ) څرګنده کړې؛ د افغانستان ستونزې یوازې بېړنۍ مرستې نهشي اوارولی؛ باید له دې هېواد سره په پراختیایي چارو کې هم مرستې وشي.
یان ایګلند تېره ورځ ناوخته په ایکس ټولینزه شبکه کې لیکلي، چې د افغانستان وګړي اوس له بل هر وخت ډېر د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې شورا کارکوونکيو د ښځینهوو په ګډون په افغانستان کې ښځو او نارینهوو ته خپلې بېړنۍ مرستې مستقیماً رسولې دي.
نوموړي پهدې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
د ناروې د مهاجرت شورا مشر هم په داسې حال کې، چې پرون د مرستندویه موسسو لوړ پوړیو چارواکو د افغانستان په اړه غونډه وکړه، چې په دې هېواد کې یې بشري وضعیت خورا د اندېښنې وړ ښودلی دی.