Connect with us

سوداگري

د افغانستان سوداګریزو لاریو ته په ټول پاکستان کې د تګ راتګ زمینه برابره شوه

خپور شوی

د

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستانیو چارواکو هوکړه کړې، چې له دې وروسته به د پاکستان په پېښور او کویټه کې د افغانستان لارۍ نه بارېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره د پاکستان د لوړ پوړي سوداګریز او اقتصادي پلاوي په ناسته کې دواړه لوري مثبتو هوکړو ته رسېدلي دی.

د دې هوکړې پر بنسټ به د افغان سوداګرو په صادراتي توکو بار لارۍ د پاکستان ټولو سیمو ته تګ راتګ وکړي او د پاکستان  صادراتي توکو ته به هم په افغانستان کې ډېرې آسانتیاوې برابریږي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت  او د پاکستان لوړ پوړي سوداګریز او اقتصادي پلاوي هوکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک بندرونه به ۲۴ ساعته پرانیستي وي او د واګې بندر له لارې هند ته د افغانستان او منځنۍ آسیا ته د پاکستان د سوداګرو پر لاسرسي هم هوکړه شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د ډبرو سکرو بیه ثابته پاتې ده؛ خو د صادراتو لپاره به یې آسانتیاوې ډېرې شي.  دغه راز دواړو خواوو د چارو د څارنې لپاره یوه ګډه کمیټه هم جوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د دواړو هېوادونو عایدات لوړ شي او پدې تړونونو کې موجود مکلفیتونه کولی شي، چې د دواړو خواوو سوداګري زیاته کړي. همدارنګه تمه ده، چې د خصوصي سکتور ستونزې به اوارې شي.

په دې غونډه  کې پر دې هم هوکړه شوې، چې له افغانستان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان له لارې د  پاکستانيو لاریو د تګ پر مهال به آسانتیاوې برابریږي.

دغه راز پاکستاني پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په یوه جلا کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی غواړي له افغان پانګوالو سره په ګډه د برښنا د تولید په برخه کې هم پانګونه وکړي، چې پاکستان له برښنا برخمن شي.

په دې کتنه کې امیرخان متقي ټینګار کړي؛ د اسلامي امارت تګلاره دا ده، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي لارې په توګه پاتې شي.

د افغانستان پاکستان لوړ پوړیو سوداګریزو او اقتصادي چارواکو په داسې حال کې د سوداګرۍ، ترانزیت، ترانسپورت او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او آسانتیاوو هوکړه کړې، چې پخوا هم دا ډول هوکړې شوې وې؛ خو په عملي کولو کې یې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې او افغان سوداګر د دې هوکړو څخه ښه ګټه پورته نکړه.

سوداگري

د افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بېلاروس ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو پر جوړولو، د افغانستان – بېلاروس سوداګریزې ناستې پر جوړېدا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر څار نظرونه وړاندې کړل.

د بېلاروس د صنعت وزارت د دې هېواد د نړیوال صنعت په نندارتون کې د افغانستان د ګډون له کبله مننه کړې او افغانستان ته یې د ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو د استازولیو د لېږدولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ د ټراکټورونو او ماشینونو د تولیدوونکو شرکتونو ترڅنګ هغه شرکتونه هم شامل دي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې کارېدونکي ماشینونه او وسایط جوړوي او بېلاروس غواړي، چې د دغو شرکتونو استازولې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د بېلاروس دوه‌یم نړیوال صنعتي نندارتون هم د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په ګډون جوړ شوی، چې د اروپا او آسیا له هېوادونو څخه یې هم ګڼ‌شمېر نندارچیان لیدنه کوي.

Continue Reading

سوداگري

افغان او تاجک استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

په دې خبرو کې سید کریم هاشمي د تاجکستان سوداګرو او پانګوالو ته د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.

ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې پر پېنځلسمه په کابل کې پیل شي.

د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د دوشنبه ښار په جوړېدونکي ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.

دواړو لوریو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

سوداگري

د افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوه‌مخي سیاست یوه برخه ده – روسیه

زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخ‌کېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا ويلي؛ لویدیځو هېوادونو له افغانستان څخه د هغو افغانانو د وتلو په تړاو خپله تګلاره بدله کړې، چې د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال له زمري وروسته یې دا هېواد پرېښی او اوس یې د جبري ایستلو بهیر چټک شوی دی.

زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخ‌کېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د پخوانیو چارواکو او پوځيانو لپاره د دې تګلارې معنا له دغو هېوادو څخه پر زوره ستنول دي. ښايي له ستنېدا وروسته په افغانستان کې پر موجه بڼه خاینان وبلل شي.

زاخارووا ویلي، له هغو افغان پناه‌غوښتونکو څخه د خلاصون بهیر چټک شوی، چې نور ورته اړتیا نه‌لیدل کېږي.

هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو هېوادونو هغو راپورونو ته نغوته کړې، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته یې د اسنادو د ورکړې پر موخه د اعتبار اجازه ورکړې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د قطر د السیلیه کمپ د نږدې کېدا بندېدو ته پر نغوته ویلي، په دې هېواد کې د امریکا د پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې د مېشتو څه باندې زر افغان همکارانو برخلیک اوس هم ناڅرګند دی.

هغې زیاته کړې، واشنګټن د خپلو پخوانیو افغان متحدانو خدمتونه هېر کړي او نه غواړي هغوی په امریکا کې ومني؛ بلکې د هغوی د بیا مېشتولو لپاره له افریقايي هېوادونو سره خبرې کوي.

زاخارووا په پای کې ویلي، د اروپايي او امریکايي هېوادونو هغه تګلاره، چې له یوې خوا د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د اسلامي امارت چارواکي نیسي او له بلې خوا افغان همکاران افغانستان ته ستنوي. د هغې پر څرګندونه، په لویدیځ کې د مصلحت‌پالنې او بې‌اصولۍ یوه بېلګه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!