سوداگري
د افغانستان سوداګریزو لاریو ته په ټول پاکستان کې د تګ راتګ زمینه برابره شوه
په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستانیو چارواکو هوکړه کړې، چې له دې وروسته به د پاکستان په پېښور او کویټه کې د افغانستان لارۍ نه بارېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره د پاکستان د لوړ پوړي سوداګریز او اقتصادي پلاوي په ناسته کې دواړه لوري مثبتو هوکړو ته رسېدلي دی.
د دې هوکړې پر بنسټ به د افغان سوداګرو په صادراتي توکو بار لارۍ د پاکستان ټولو سیمو ته تګ راتګ وکړي او د پاکستان صادراتي توکو ته به هم په افغانستان کې ډېرې آسانتیاوې برابریږي.
دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د پاکستان لوړ پوړي سوداګریز او اقتصادي پلاوي هوکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک بندرونه به ۲۴ ساعته پرانیستي وي او د واګې بندر له لارې هند ته د افغانستان او منځنۍ آسیا ته د پاکستان د سوداګرو پر لاسرسي هم هوکړه شوې ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د ډبرو سکرو بیه ثابته پاتې ده؛ خو د صادراتو لپاره به یې آسانتیاوې ډېرې شي. دغه راز دواړو خواوو د چارو د څارنې لپاره یوه ګډه کمیټه هم جوړه کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د دواړو هېوادونو عایدات لوړ شي او پدې تړونونو کې موجود مکلفیتونه کولی شي، چې د دواړو خواوو سوداګري زیاته کړي. همدارنګه تمه ده، چې د خصوصي سکتور ستونزې به اوارې شي.
په دې غونډه کې پر دې هم هوکړه شوې، چې له افغانستان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان له لارې د پاکستانيو لاریو د تګ پر مهال به آسانتیاوې برابریږي.
دغه راز پاکستاني پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په یوه جلا کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی غواړي له افغان پانګوالو سره په ګډه د برښنا د تولید په برخه کې هم پانګونه وکړي، چې پاکستان له برښنا برخمن شي.
په دې کتنه کې امیرخان متقي ټینګار کړي؛ د اسلامي امارت تګلاره دا ده، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي لارې په توګه پاتې شي.
د افغانستان پاکستان لوړ پوړیو سوداګریزو او اقتصادي چارواکو په داسې حال کې د سوداګرۍ، ترانزیت، ترانسپورت او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او آسانتیاوو هوکړه کړې، چې پخوا هم دا ډول هوکړې شوې وې؛ خو په عملي کولو کې یې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې او افغان سوداګر د دې هوکړو څخه ښه ګټه پورته نکړه.
سوداگري
په افغانستان کې د ۴۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د معیاري لابراتوارونو جوړولو تړون لاسلیک شو
دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیضالله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
د معیار او کیفیت ادارې او یوې هندي نړیوالې کمپنۍ ترمنځ په افغانستان کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز تړون، چې ارزښت یې له ۴۶ میلیون ډالرو ډېر دی؛ د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.
دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیضالله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په پېنځه کلونو کې د هېواد د مرکز او د افغانستان نهو مهمو بندرونو معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړوي، پرمختللي تجهیزات به نصبوي او شته وسایل به هم ترمیموي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بهرني متخصصان ګوماري او کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه به ترسره کوي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معیارونو له نړیوالې ټولنې (ISO) څخه د کیفیت د معتبرو نړیوالو تصدیقلیکونو ترلاسه کول هم د دې پروژې یوه برخه ده.
سوداگري
آریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.
سوداگري
افغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.
په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د پانګونې او کاري ځواک په برخه کې د پراخو وړتیاوو لرونکی هېواد دی او له بهرنیو پانګهوالو سره ګډو همکاریو ته چمتو دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره د شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو پانګونې د جذب زمینه برابره کړې ده.
په دې غونډه کې ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې دوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.
د قرهقالپاقستان د پلاوي مشر امانبای اورینبایوف ویلي: « مونږ له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوو. مونږ رڼو، باوري او اوږدمهالو همکاریو ته اهمیت ورکوو او وړاندیز کوو، چې افغان سوداګر د ګډو همکاریو له لارې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي.»
د افغانستان خصوصي سکټور هم له دې بهیر هرکلی وکړ او هیله څرګندوي، چې د تګ ـ راتګ زیاتوالی او سوداګریزې هوکړې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.
د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیکونو ټولیز ارزښت له ۱.۵ میلیارډ ډالرو اوښتی او که دغه هوکړې عملي شي، نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې د پام وړ اغېز ولري.
-
تازه خبرونه3 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري3 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
سوداگري3 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
څار3 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
تازه خبرونه2 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
